
د رونالډو ریکارډ، د نړۍ تر ټولو زیات «نړیوال ګول وهونکی» لوبغاړی شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ وږي، ۱۴۰۰ل): د پرتګال نامتو ستوری کریستیانو رونالډو د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې تر ټولو زیات نړیوال ګولونه یې وهلي دي.
د قطر نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د ایرلینډ پر وړاندې رونالډو په وروستیو شېبو کې دوه په زړه پورې ګولونه ووهل او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې رونالډو د لومړۍ نیمایي په ۱۵مه دقیقه کې پينالتي له لاسه ورکړه، خو ایرلینډ په ۴۵مه دقیقه کې لومړی ګول راوړ چې تر ۸۸مې دقیقې یې دوام وکړ.
رونالډو په ۸۹مه دقیقه کې د پرتګال په ګټه لومړی ګول وواهه چې لوبه یې مساوي کړه او پخوانی ریکارډ یې مات کړ، په ۹۶مه دقیقه اضافي وخت کې یې دوهم بیا په زړه پورې ګول وواهه، چې لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
رونالډو په ۱۸۰ نړیوالو لوبو کې ۱۱۱ ګولونه وهلي چې نړیوال ریکارډ دی، له دې وړاندې ایراني لوبغاړي علي داعي ۱۰۹ ګولونه وهلي وو، په دې لیست کې لیونل میسي ۷۶ ګولونه راوړي دي.
Top International Mens Scorers
All-time110 CRISTIANO RONALDO
109 Ali Daei
89 Mokhtar Dahari
84 Ferenc Puskas
79 Godfrey Chitalu
78 Hussein Saeed
77 Pele
76 Lionel Messi pic.twitter.com/oIbdoEyIKr— Sky Sports Statto (@SkySportsStatto) September 1, 2021
باید وویل شي چې د فوټبال ۲۰۲۲م نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ دوام لري چې اوسمهال د اروپایي لوبډلو ترمنځ جلا، د امریکایي لوبډلو ترمنځ جلا، د اسیایي او افریقایي ترمنځ لوبې جلا روانې دي.