نړۍ

جنوبي افريقا د افغان کډوالو له منلو انکار کړی

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۲ وږي، ۱۴۰۰ل):  د جنوبي افریقا حکومت د امريکا هغه غوښتنه رد کړې، چې افغان کډوالو ته دې د لنډمهال لپاره پر خپله خاوره ځای ورکړي او ويلي يې دي، چې هېواد يې له پخوا د کډوالو له امله له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی.

د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، امريکا له دوی غوښتنه کړې، چې د لنډ وخت لپاره هغه افغان کډوال ومني، چې له خپل هېواده وځي، تر څو يې نورو هېوادونو ته د لېږد چارې ترسره کيږي، خو له بده مرغه حکومت يې دا غوښتنه نه شي منلی.

د بهرنيو چارو وزارت زياتوي، چې هېواد يې د کډوالو له امله له پخوا له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او دوی نه شي کولای، چې په دغسې ستونزمنو شرایطو کې دا غوښتنه ومني.

د نړۍ د بې وزله هېوادونو ګڼ شمېر کډوال د سوداګرۍ او کاروبار لپاره جنوبي افریقا ته تللي او د رپوټونو له مخې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۵ پورې تر لس لکو زياتو خلکو هلته سياسي پناه غوښتې ده.

جنوبي افريقا د کډوالو منلو غوښتنه په داسې حال کې رد کړې، چې تر دې وړاندې ترکيې او کويت هم د افغان کډوالو له منلو انکار کړی و.

ترکيې ويلي و، چې هېواد يې له پخوا د کډوالو له امله له ننګونو سره مخ دی او امريکا که څوک له افغانستانه ويستل غواړي، نو بايد مستقيما يې خپل هېواد ته بوځي.

د کويت پارلمان هم د رايو په اکثريت د نوو افغان کډوالو له منلو انکار کړی دی.

امريکايي چارواکي وايي، تر ۱۱۰ زرو پورې هغه افغانان يې له افغانستانه ويستلي، چې له بهرنيو پوځيانو سره يې دندې ترسره کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx