افغانستان

امر الله صالح تاجکستان ته تښتېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۰ل): په پنجشیر کې د نا مسئولو وسلوالو او طالبانو ترمنځ د جګړې د شدت سره سم امر الله صالح تاجکستان هېواد ته تښتېدلی دی.

د هندوستان «ټایمز نو» ورځپاڼې د طالب چارواکو له خولې ویلي چې صالح پرون د پنجشنبې په ورځ په دوه الوتکو کې د پنجشیر له ګڼ شمېر قوماندانانو سره یوځای تاجکستان ته تښتېدلی دی.

له هېواد څخه د هغه د تېښتې د راپور وروسته امر الله صالح په خپله ټویټر پاڼه د پنجشیر حالت د اندېښنې وړ ښودلی، او زیاته کړې چې طالبانو ګیر چاپیره محاصره کړي دي.

په داسې وخت کې د امر الله صالح د تېښتې راپور ورکول کیږي چې نوموړي تېره ورځ ادعا کړې وه، «د طالبانو پر وړاندې د پنجشیر نامسئوله وسله وال به د ټولو افغانانو د حقونو دفاع ته دوام ورکړي».

د سرچینو په وینا، د نامسئوله وسلوالو او طالبانو ترمنځ نښته به ډیر ژر ختمه شي، ځکه چې د امرالله صالح او د پنجشیر یو شمېر قوماندانان له دغه ولایت څخه تښتیدلي دي.

تېره ورځ طالبانو ویلي وو چې په شمالي پنجشیر ولایت په نښته کې یې ۳۴ وسله وال وژلي او ۱۱ جنګي پوستې نېولې دي.

نن له غرمې مخکې د افغانستان پخواني ولمشر حامد کرزي په دواړو خواوو غږ کړی و تر څو جګړه ودروي او روانې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د اشرف غني مرستیال امرالله صالح او د پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او نه تسلېمېدو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

طالبان کی ژر کامیابی غواری چی نریوال یی په رسمیت وپیژنی او هم خلګ پری راتول شی او اتحاد او اتفاق راشی نو اشرف غنی او سرور دانشی دی را وغواری. وظیفه دی نه ورکوی فقظ مشوری دی ورخخه اخلی. دی سره به نریوال هم قانع کری. کوشش وشی چی مخکنی رهبران هیچاته موقف ور نه کرل شی که مو یوه ته ورکر نور بیا په دنیا کی تبلیغ کوی.

مه کوی

د تولو مسلکی کارمندانو لیست جورکری هغوی چی فکری جور وی د وطن او اسلام سره مینه لری نو هسی یی مقرر کری شه معاشات ورکری دیر ژر بیرته تللی شه استعدادونه وطن ته را وګرزی

مه کوی

طالبانو ته مشوره:
د پنجشیر خلګ به د فتحی وروسته بیا هم بغاوت کوی. دا خلک طبعی شکل دیر بغاوت پیشه او جاسوس رهبران لری نو د قضیی د دایمی حل لپاره د انجینر خان محمد چی بندجورولو متخصص دی وغواری چی پنشیر په دره کی دوه بنده جور کری په دی دول زمکی او کروندی ورخخه استملاک کری او خلک یی نورو ولایتو ته تقسیم کری هم به بندونه جور شی او هم دوی خخه د همیش لپاره هوسا شو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx