
په کابل او ننګرهار کې د هوايي ډزو له کبله ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ وږي، ۱۴۰۰ل): په پلازمینه کابل ښار او د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې د تیرې شپې هوايي ډزو له امله ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
کابل کې د بیړني روغتون مسئولین وایي چې د تېرې شپې هوایي ډزو له کبله ۱۷ مړي او ۴۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
بل لوري ته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې یوه انجلۍ مړه شوې او ۱۷ نورې ټپيانې دي.
د نذیرګل په نوم د جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته ویلي، تېر ماخوستن په هوايي ډزو کې د «حسینې» په نوم دده لس کلنه لور هم ټپي شوه، چې د درملنې لپاره یې د صحت عامې روغتون ته ورسوله.
نوموړی زیاتوي، لور یې د سر په برخه کې ټپي وه او ډاکټرانو ورته جراحي عملیات ترسره کړل؛ خو د ډاکټرانو د ډیرو هڅو سربیره نن سهار ۴ بجې وفات شوه.
نذیرګل وايي، په صحت عامې روغتون کې یې ۱۷ تنه نور ټپیان هم لیدلي، کوم چې په هوايي ډزو کې ټپيان شوي وو.
د ننګرهار ولایتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د جلال آباد ښار ترڅنګ ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د سپکو او درنو وسلو هوايي ډزې شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
باید وویل شي چې تیر ماخوستن د هېواد پلازمینې کابل په ګډون د ګڼو ولایاتو په مرکزونو او ولسوالیو کې وروسته له هغه هوايي ډزې وشوې، چې د طالبانو لخوا په بشپړه توګه د پنجشیر ولایت د نیولو ناتایید شوي راپورونه خپاره شول؛ خو باوري سرچینو بیا خبر ورکړی چې د پنجشیر ولایت ځینې ولسوالۍ نیول شوي او د ولایت مقام تر کلکې محاصرې لاندې دی.
په کابل ښار کې د تیرې شپې هوايي ډزو په تړاو د «اسلامي امارت» مرستیال مشر مولوي محمدیعقوب مجاهد خبرداری ورکړی، که داځل هرچا هوايي ډزې وکړې، وسله به ورڅخه اخیستل کیږي او له کابل ښاره به شړل کیږي.
له یوې اونۍ په لږه موده کې دا دویم ځل دی چې په کابل ښار کې په پراخه کچه هوايي ډزې کیږي. څلور شپې وړاندې هم کله چې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له کابل هوايي ډګر څخه ووتل یو شمېر طالب جنګیالیو هوايي ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړي وو.
وفات نه بلکی شهیده شول. طالبانو ته مشوره. د حالت د عملی کنترول لپاره فقط دوه نفره مجازات کری کری او ویدیو سره د خبرو او د جزا ورکولو علت پکشی وی نشر کری تاسو به ګوری چی سومره تاثیر کوی.
فکر کوم چه دنن تکي اسيا دکارکونکو څخه هم فعلن ورخ اوبو وړي. تاسو گوري، چه په ۴ دسپتمبر د چنگيز په نوم يوه رذيل انسان کنځلي نوشته کړي او تاسو بيدون له کنترول ځخه خپري کړي!
کاروان
خبره خو دا ده چی:
د وروستیو سلو کلونو په اږدو کی ( د نن ورځی په ګډون ) ټولو نړیوالو قمار بازانو او د هغوی فکری نوکرانو د مؤقتی بریالیتوب په هوَس زموږ په ابائی مېنه کی هوائی ډزی کړی دی او عام وولس ددې هوائی ډزو ( هم د فلزی مرمیو په بڼه او هم د تبلیغاتی مرمیو په بڼه ) قربانی سوی دئ.
نو فرق د طالب او لندغرو په څه کی دی؟ ۷۲ کسان صرف کابل کی وژل شوی د څه په خاطر فیرونه؟ پنجشیر په هوایی ډزو نه فتح کیږی.
طوطی او دده همفکرو بیا د شخوند د پاره څه پیدا کړل۔ زه نه وایم چه ښه کارسوی دي بلکه ډير ډیر غلط کار سوي دی۔ مګر مخکي د هلمند پر واده باندی تر 160 کسان ډير په شهادت ورسېدل ۔میټو او حضرت تله پر تيره کړه۔ ددي کار مخنوي بايد وسی۔ مګر تاسی نو و دي بغي ته دومره باد مه ورکوی چه وچوي۔ طالب مشرانو بايد لا هغه وخت اقدام کړی وای کله چه اخيری امریکايي په ډاګه وتلو ورسته هوایی ډزی وشوي۔ زه فکر کوم چه دوي هم خپل درس واخستی
الله پاک د ستا مشوکه نوره هم په بیعقلي کې اوږده کړي ! فرق یې دادی چې لنډغر یې شعوري وژني اود طالبانو په ډزو کې په ناپوهي وژل شوي یې ، خو که داسې وي او که هغسې وژنه وژنه ده او د خواشينۍ وړده !! خو ماته یو بل سوال پيدا کیږي چې دا به یوه خوشې پرو پاکنده وي څکه که د توپک خوله پورته وي يو وخت د مرمۍ سرعت صفر کیږي او د مځکې د جازبي په قوه کښته مځکې ته لویږي او هیڅ د خطر وړ نه وي !! دلته د ټوپک له کاړتوسه… نور لوستل »
کله چی سرعت د پرتاب صفر شی مرمی شکته راغورز ی چی دی کی هم انسان ژوبل یا وژلی شی.
د حل لار یی داده چی طالبان په اینده کی هغوی چی دا کار کوی عملا جزا ورکری تر سو خلگ پوه شی چی طالبان جدی دی
د اسلامی حکومت له مشرتابه جدی غوښتنه : ـــ د اشغلګرو شړل او د هغوی بقایاوو ته په یوه اونۍ کی د پای ټکی کيشودل الهی نصرت وو، دا له خپلو مټو او د ټوپک له شپیلۍ مه ګڼی . د هوایی ډزو په ځای یی الله ج ته یی په سحدو ولمانځۍ . ـــ ټول نړیوال کفر ته مو دوه لسیزو او د هغو غلامانو ته مو په دوه اونیو کی د پای ټکی کیښود ، الله ج دا هم درته ښیی چه کوچنی پنجشیر درته څومره ستونزمن شو کیدی شی الهی ازموینه او لا عباب او عذاب وی… نور لوستل »
بیانزی صاحب د پنجشیر د اسلحو د ذخایرو سره باید سه وشی. زه خو وایم چی دا باید نورو قول اردو گانو ته یورل شی. او پنجشیر د سلاح خخه تصفیه شی.
وروره بلکل همداسي بايد وشي. ټولي اسلحي بايد راټولي شي، راجستر شي او په اينده کي بيا اردو ته وسپارل شي.
له نظر نه مو مننه. کاروان
ــــ د چنګیز په نوم ځناور که کنځل نه وی کړی بیا خو به یی نوم چنګیز نه وو ، چنګیز هم یو انسانی لیوه وو.
ــــ د نن ټکی اسیا د اداری څخه هیله کوم چه دا ډول ناولتیاوو ته یی اجازه ورکړی ولی ؟
عظیمی ساب! د ثور او جدی د واکدارانو د ظلم او قتلونو، د توپکیانو د ظلم او قتلونو، د امریکائیانو او د هغوی د فکری انډیوالانو د ظلم او قتلونو ، د طالب د شل کلن ظلم او قتلونو ( چی د امریکائی اشغال سره د جهاده پنوم ئې د عام وولس په وړاندی تر سره کړیدی ) ، خُلاصه د ټول بشریت د تاریخ په لمنه کی د ټولو ظالمانو او قاتلینو دوسیه پاس د ملائکو په دیوان او دفتر کی پرته ده او په ټاکلې ورځ به د خیر الحکیم او خیرالحاکِم او خیر الحَکَم حضور ته پیش… نور لوستل »
منافقت بیا هم منافقت ددوستي په جامه او خوږو خبرو کې !
د نن تکی اسیا اداری خخه په درنشت ولی په جدیت غوشتنه او هیله کوم چی سوک دغسی جملی لکه چنګیز لیکی خپری نه کری. دلیل دی ووایی بدی خبری ولی کوی. زه هم دطالبانو پر زینو کارو نیوکی لرم زینی ی ستایم خو د شکنزلو حق نه لرم.