افغانستان

مولوي محمد یعقوب مجاهد: مسئولین دې په خپل وخت دندو ته حاضرېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو مرستیال مشر او د نظامي کمېسیون رئیس «مولوي محمد یعقوب مجاهد» پر‌ ټولو حکومتي مسئولینو غږ کړی، چې خپلو دندو ته پر وخت حاضر شي او د ولس کارونه له ځنډ پرته خلاص کړي.

له ملي تلویزون څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي « ټول مسئولین باید سهار په رسمي وخت وظیفو ته حاضریږي، له ځینو ولایتونو شکایتونه رارسیدلي چي مسئولین په رسمي وخت کي کار ته نه حاضریږي یا په نورو شخصي کارو او مجلسو اخته وي او مراجعین ورته انتظار وي د مسلمانانو کارونه معطل وي.»

خبرپاڼه کې وړاندې د ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو ته جدي هدایت ورکړل شوی، چې د هوايي ډزو کوونکو خلاف قانوني اجرأت وکړي، بې وسلې یې کړي‌ او زندانونو ته یې واچوي.

نوموړي ددې تر څنګ د امنیتي ځواکونو د صفونو د تصفیې امر کړی او ټینګار یې کړی، که کوم ناوړه خلک وسله وال شوي وي، په وړاندې یې دې ګامونه واخیستل شي.

دغه هدایات داسې مهال صادرېږي، چې هیواد د طالبانو په ولکه کې دی او راتلونکو څو ورځو کې ښایي نوی حکومت اعلان کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زموږ وړاندیز طالب مشران او په ځانګړی ډول محمد یعقوب مجاهد صاحب ته : اشدا عل الکفار و رحماآ بینهم، خپلو کی رحم ولری او به کفارو سخت زړی واوسۍ، کفر کوم کنځل نه دی ( حق پټونی ) ته وایی حق پټَونه د مادیاتو تر لاسه کولو د پاره وی ــــد کرزی او عبدالله په ګډون د غلامی اداری غټپوړی غلامان که بخښنه ورته شوی سزا مه ورکوی مګر حق العباد حق تری واخستل شی ، دندی مه ورکوی او تل یی د څارنی لاندی ونیسی ــــ مناسب وخت کی هر څومره چه ژر کیږی له غیر مسولو کسانو… نور لوستل »

عبدالواسع

مونږټول عمرخپلمنځی اختلاف سخت ځپلی یو له تاسواتلانوڅخه موهیله داده چی دخپلوټولو کړاونواوهلوځلوبدله یوازی له لوی متعال الله څخه وغواړی او ددنیا پرمادیاتوپه خپل مینځ کی اختلاف مه کوی که نه خدای مه کړه باد به مو ووزی اوخوار به شی ستاسوله خواری سره به ټول اسلامی امت خوار شی ځکه چی تاسوته سترګی په لاری دی. الله موساتونکی اولارښود شه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx