شعـــــرونه

د شهيد وصيت/ حيدري

محمد اغا حيدري

زه درنه لاړم دا وصیت ومنئ
ګورئ زما وینو کې خیانت ونکړئ

هېڅکله هم په شرعي امر کې
د خپل امیر مخالفت ونکړئ

ټوټې ټوټې وجود مې ونه پلورئ
ګورئ یو داسې تجارت ونکړئ

چې یې لاسونه زما په وینو سره وي
د داسې خلکو رفاقت ونکړئ

پام کوئ ډېر زموږ له وینو سره
ګورئ چې بېړه او جرئت ونکړئ

ستا شهید ورور دغه وصیت کومه
زما ارمانو کې دخالت ونکړئ

پدې جوړښت د اسلامي نظام کې
ګـــورئ چې ننګ د جمهوریت ونکړئ

حیدري! لیکم د قلم په ژبه
تاسو تحقیر د شهادت ونکړئ
ـــــــــــــــــــــــــــــ
محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx