افغانستان

برتانیه: له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا نور یو نړیوال قوت نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ وږي، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شل کلن حضور تر پای ته رسېدو وروسته د برتانیې دفاع وزیر ویلي، چې امریکا نور یو زبر ځواک هیواد نه دی؛ ځکه دده په خبره، په افغانستان کې یې خپل حضور ونشوای ساتلای.

بین والاس له «سپیکټيټر» مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته امریکا نور د نړۍ یو زبر ځواک او نړیوال قوت نه دی « هغه چې د یوه کار د سرته رسولو توان نه لري، نور نړیوال قدرت او زبر ځواک نشي کېدای. البته یو قدرتمند هیواد کېدای شي.»

ده وړاندې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون لاسلیکېدو د هغوی روحیه لوړه کړې او داسې یې حس کړه، چې د افغانستان د جګړې ګټونکي‌ دي.

نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت پړه پر طالبانو واچوله او په خبره یې، هغه چې اوس په افغانستان کې روان دي د بایډن تر ولسمشر کېدو وړاندې کرل شوي‌ وو.

والاس داسې مهال امریکا د زبرځواکۍ له مقام لوېدلې ګڼي، چې تېره اوونۍ یاد هیواد په امریکا کې خپل شل کلن نظامي حضور پای ته ورساوه او عسکر یې‌ په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

د نن تکی اسیا محترم اداری! دا زما مشوره د خدای تعالی په خاطر او د مسولیت لمخی تر مشرانو طالبانو ورسوی. اول : د مخابراتو وزارت لپاره یو نریوال تجربه کار شخص امیرزی سنګین مقرر کری، د اوبو او بندنو لپاره خان محمد تکل، د تحصیلات عالی لپاره عبدالتواب بالاکرزی، د ملی اردو د تنظیم لپاره علی احمد جلالی، د فواید عامه لپاره انجینیر عبدالرحمن سورګل (د هلمند پوهنتون فعلی ریس)، د انکشاف دهات لپاره انجنیر نذیر احمد (د کندهار پوهنتون معاون اداری)، د خاص زواکونو د رونی لپاره خوشحال سعادت، د اطلاعات کلتور لپاره جهانی صاحب، د معارف… نور لوستل »

مه کوی

دوهم د تیر دولت تولو کارمندانو ته که نظامی دی یا ملګی د تیرومیاشتو معاشات که ورکری او د راتلونکی میاشتو لپاره دا واضحه کری چی کومو خللګو ته معاشات ورکوی. دیر محبوبیت به په خلګو کی پیداکری. تیر معینان، وزیران پارلمان او سنا غری له معاشات مه ورکوی. او هغه خلک خارج ته تللی هم د لیست خخه اخراج کری

مجاهد

طالبان پوهیږی او خپل باوری، پوهه او تجربه کار دا سی اشخاص لری چه ټوله نړی هم اداره کړی ، دغه کسان چه تاسی یاد کړی طالبان یی تر موږ او تاسی ښه پیژنی که د دغو دندو او مسولیتو وړتیا او پیاوړتیا یی لرله خامخا به یی مقرروی ، دا امانت دی هغو ته باید وسپارل شی چه له عهدی یی وتلی شی

Adam Khan
If the USA is not a superpower of the world anymore then who is that?
That must be Talib Jan.
The world should not forget thes words:
TEET ME MA BOLA GHORZANG RABANDI MA KAWA
ZA PA DE OFTADAGAI KI LOI GARANG YAM
LA TAR OSA YE MAGHZA PA KARAR NA DI
CHA CHI MA SARA WAHALI SAR PA SANG DI
ZA KHOSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJIG SHAM
KA KHABAR SHOM CHI PAKHTOON DA CHA GHOLAN SHO
طوطی

دا د طالب غیر مسلکی مقرری، اقتصادی رکود، د پنجشیر مساله، د طالب خپلمنځی اختلاف، د مغزنو فرار، د مسلکی کسانو نه شتون، د اردو پاشیدل، د پاکستانیانو د لوړ پوړو کسانو راتګ دا غټی غټی کبرانه خبری فکر کوم چی هر څه به له لاسه ورکړی. او خدای مکړه که داځلی مات شی په والله که مو پنجابیان هم قبول کړی. او دا هم فکر وکړی چی پاکستان به داځلی په ګډه د امریکی سره تاسی ځپی.

مجاهد

طوطی جانه، تاسی هماغه زړی ببو لالی چه اشغلګرو او دهغو بقایاوو چه در زده کړی هماغه وایاست په کار دا ده چه د اسلامی امارت په ګټه ( چه د اسلام او ملت ګټه ده ) خبری زده کړی تا الله ج هیر کړی جاهلانو او ګمراهانو کی مه مره ، مسلمان مړ شه . ستا بادارانو خو هر څه لرل او همدغه طالب جان د ټولو نیمګړتیایو سره سره هم یی تاسی او هم یی ستاسی باداران وځغلول واپس دی سپڅلی خاوری ته د بد کتل جرات نه شی کولای ، او بیا تاسی د ملا نصر الدین… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی د نن ټکی اسیا اسلامی پاڼی له مشر فدا صاحب او نورو چلونکو ورونو مننه کوم چه د پاڼی دروازی یی زموږ پر مخ او به دی حساسو شیبو کی بیا پرانستلی هغه شیبی چه د خپلواکی لمر پکی راختلی او وړانګی یی له لیری ښکاری مګر موږ په سیوری کی پاټی ځکه وو چه پانه ته مو نه لیکنی او نه تبصری د خپرولو د پاره وررسیدلی مګر نن هر څه سم دی نه پوهیږم چه دا خپله جوړ او که د پانی د مشرانو او کشرانو له خوا زموږ دپاره یا عمومی جوړ شوی مننه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

له جورج بوش تر بایدن ټول د یهودی انګریزانو لمسیان او کړوسیان دی، امریکا اصلا د سرو هندیانو هیواد وو، اروپایانو په ځانګړی ډول انګریزانو یی زیاته برخه لکه کاناډا او اضلاع متحده چه د امریکا د لوی وچی ۲/۳ به کیږی په وچ زور غصب او سره هندیان یی ووژل او وشړل، څو کاله وروسته یی مصنوعی جنګونه رامنځته او پلرونو انګریزانو زامنو انګریزانو ته ازادی ورکړه او هغه یی خپل ابایی هیواد شو هاها هاها !!!! داچه امریکا لوی استعماری ، جنګی او غاصب هیواد جوړ شو نه، انګریزان تر پخوا لا نور غاصبین او نړیوال ابر قدرت… نور لوستل »

خان افغان

نن ټکی اسیا د اداری نه هیله کوم چه موثق خبرونه نشروی دا ځکه چی تاسو ټول زهر خپروی او د اولس په سترګو کی خاوری اچوی .زما سوال دا ده چه په کوم انګلیسی ژبه ویب پاڼی کی دا خبر راغلی چه امریکا نور جهانی قدرت ندی زما یوازی هغه لینک پکار ده زه تاسو ته انتظار یم .مننه

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx