ورزش

کرکټ بورډ: افغانستان به د ویسټ انډیز او استرالیا پر وړاندې درې اړخیزه سیریز ترسره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي شل اوریز جام څخه وړاندې د ویسټ انډیز او استرالیا لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه سیریز ترسره کړي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر حامد شینواري ویلي چې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونې کې به د ویسټ انډيز، افغانستان او استرالیا ترمنځ د شل اوریزو لوبو درې اړخیزه سیریز ترسره شي.

دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د منځني ختیځ په یوه هېواد کې ترسره شي خو لا یې دقیق ځای او نېټه نه ده ښودل شوې، ددغه لوبو پرمهال  به د هند غوره لیګ لوبې هم په عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې څه موده وړاندې د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز په هېواد کې د ناسم وضعیت له کبله وځنډول شو.

د افغان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر حامد شینواري کریک انفو ته ویلي، «زموږ لوبډله به د ویسټ انډيز او استرالیا په شمول د شل اوریزو لوبو درې اړخیزه سیریز لپاره ډیر ژر بهر ته سفر وکړي، ددې لپاره یو له عربي هېوادونو څخه په پام کې نېول شوی چې قطر او عربي امارات یې په سر کې دي».

حامد شینواري زیاته کړې، د کرکټ بورډ اوسنی هیئت بشپړ ملاتړ کونکی دی، نو ځکه چې افغانستان به د نومبر په ۲۷مه نېټه له شل اوریز نړیوال جام څخه وروسته په هوبارټ ښار کې په یوازینۍ تاریخي ټيسټ کې له استرالیا سره مخ شي، په دې تړاو د استرالیا کرکټ بورډ سره خبرې پایلې ته نږدې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx