نړۍ

وزیرستانیان: د پاکستان د خواخوږۍ زیات مستحق موږ یو

نن ټکی اسیا(شنبه،زمري۴مه،۱۳۹۳ل): په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له لوري د پیل شويو پوځي عملیاتو له امله مهاجر شوي وګړي وايي چې پاکستان پر غزه ویر کوي او د هغوی سره د یو والي په خاطر یوه ورځ رخصتي اعلانوي؛ خو خپل وزیرستان یې هېر کړی دی.

د مهاجرینو په وینا کوم «ظلم او بربریت» چې له دوی سره اوس – اوس روان دی؛ هېڅ ساری یې نشته او د نورو ډېرو ظالمانو ریکارډ یې مات کړی.

وزیرستاني مهاجرینو د مشال رادیو سره په خبرو کې د پاکستاني له مذهبي ګوندونو څخه ګیله کړې چې د وزیرستان د مهاجرینو په اړه هيڅ پاموړ ګام نه پورته کوي. دوی وايي چې غزې سره د یو والي ورځ دې ولمانځل شي؛ خو د وزیرستان پوښتنه دې هم وکړل شي.

فدا د شمالي وزیرستان د شوې اوسېدونکی دی نوموړی وايي « د مسلمانې ټولنې څخه مې ګیله وشي، دوی که د غزې په اړه ګام اخلي، ښه خبره ده خو د وزیرستان په اړه دوی ولې هېڅ قدم نه پورته کوي، له موږ سره چې کوم زیاتی او بربریت روان دی او له موږ سره چې کوم ظلم کیږي، په دې اړه هم څه کول په کار دي».

وزیرستانيان وايي چې له ۲۰۰۴ز کال راهیسې دوی تر فشار او تشدد لاندې دي. د دوی په وینا په غزه کې انسانان مري خو په شمالي وزیرستان کې انسانان او حیوانات ګډ مري.

د علي خان په نوم د وزیرستان د چشم قاضي کوټ سېمي اوسېدونکی وايي چې پاکستان د غزې ورځ لمانځي خو دلته يې پر موږ تر غزې بده ورځ جوړه کړې او دا یوه ورځ نه ده، د لسو کلونو راهیسې روانه ده.

نوموړی زیاتوي چې دوی يې تش په نوم راشننونو مصروف کړي.

علي خان د میرانشاه د بازار په اړه چې د پاکستان پوځ په بمباریو کې وران شوی ویل چې «د میرانشاه ښار مې په فیسبوک وکتلو ټول ړنګ دی، د بازار دغه حال دی کلي هم دغسې ړنګ دي».

یو بل تن وايي چې له یوې خوا حکومت دوی ته پاکستاني وايي او له بلې خوا يې وژني. نوموړی زیاتوي «بس داسې دې راته ووايي چې پاکستانی نه یې، خبره ختمه ده».

عمرزیب په نوم یو بل تن وايي چې پاکستان پر غزه ویر کوي خو وزیرستان یې هېر دی، نوموړی وايي چې دوی د مهاجرت له امله سند او پنجاب ته نه پريښودل کیږي. عمرزیب زیاتوي چې د دوی خواخوږی نشته، «د وزیرستان ورځ نشته خو د غزې ورځ لمانځل کیږي».

پاکستان له روژې یوه اونۍ مخکې په ناڅاپي توګه په وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې له امله یې تقریبا یو میلیون وزیرستاني هجرت کولو ته مجبور شول. چې زرګونه یې د پولې دې خوا افغانستان او زرګونه نور د پاکستان دننه نورو سېمو ته اېله د ځانونو په رسولو بریالي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ منصور

اسرایل او پاکستان دیوی منصوبی لاندی ازاد سویدي اوظلمونه هم یو رنګه کوي څه داسی خاص فرق خو پکی ماته نه ښکاري…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x