شعـــــرونه

بیا هېواد اصلي حقدار ته سپارل کېږي/ عمري

عمر عمري

بیا هېواد اصلي حقدار ته سپارل کېږي
غل، خاين، جابر به دار ته سپارل کېږي

لياقت به تر مسلک پورې مشروط وي
هر يو کار به اهل کار ته سپارل کېږي

نور به دې خاوره کې شپه واکمنه نه وي
حاکميت به یې سهار ته سپارل کېږي

له ولکې د جوبايډن کابل جان ووت
اوس یې واک طالب سالار ته سپارل کېږي

د خزان پاچاهي لاړله مختور شو
قدرتونه یې بهار ته سپارل کېږي

د څرخي پله او باګرام دروازې ماتې
اسيران يې مور او پلار ته سپارل کېږي

چې حيرانه (عمري) ټوله نړۍ کړي
داسې امن کلي، ښار ته سپارل کېږي

عمر عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسغ

الله موپرقلم برکت کړه او الله دی ددی ټولواجرپه دنیا او اخیرت کی درکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx