افغانستان

پاکستان: د امنیتي ځواکونو پر پوسته چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل):د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند «مستونګ» نومي سیمه کې د سرحدي ځواکونو «ایف سي» د تلاشۍ پر پوسته موټرسیکل بم چاودنه شوې چې له امله یې تر شلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي خبري سرچینې وايي، نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا د بلوچستان د مرکز «کويټې» اړوند د مستونګ پر عمومي سړک د «سوهانا خان» په نوم د ایف سي‌ ځواکونو د تلاشۍ یوې پوستې ته څېرمه سرتیري‌ بریدګر په موټرسیکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې درې تنه پاکستاني‌ عسکر وژل شوي او تر شلو زیات ټپيان دي.

په بلوچستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز ویاند پېښه تائيدوي او په تړاو یې د څېړنو له پيلېدو خبر ورکوي.

Image

Image

Image

Image

ورته مهال تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ ټي پي» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید مسئولیت په غاړه اخیستی.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې‌ د‌ پاکستان پر امنیتي اهدافو د پاکستاني طالبانو بریدونه په بې ساري‌ ډول زیات شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx