
روسیه: امریکا افغانستان کې د خپلې ماتې غچ له افغانانو اخلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکا او په ټوله کې ناټو تړون په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس هڅه کوي، غچ یې له افغانانو واخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخاروا» ویلي، چې د افغانستان روان حالت څرګندوي چې امریکا او غربي نظامي تړون «ناټو» په افغانستان کې د ستونزو په حل کې پاتې راغلي او د هغوی د حل لپاره یې هیڅ اغېزناک پلان نه درلود.
دې وړاندې زیاته کړې، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې په بد ډول مات شوي او اوس غواړي د خپلې دې ماتې غچ په «وحشیانه» ډول له افغانانو واخلي.
د زاخاروا له قوله، پر کابل د طالبانو ولکه او د بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا ماتې ده، هغه هیواد چې ځان د نړۍ د سولې او امنیت سرخېل بولي.
روسیه داسې مهال امریکا په افغانستان کې ماته شوې بولي، چې تېره اوونۍ ټول امریکايي عسکر په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل او په دې توګه یې په هیواد کې شل کلن نظامي حضور پای ته ورساوه.
تر روسیې وړاندې برتانیې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا تر ماتېدو وروسته نور هغه هیواد د نړۍ زبر ځواک نه دی.
مرجع وړاندی ددی خبر چه زه دا خبر په خپله ولولم نو بیا به په باوروکړم