نړۍ

اروپايي ټولنې په مشروط ډول له طالبانو سره تعامل لپاره چمتووالی ښوولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): اروپايي ټولنه وايي، افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره دوی اړتيا لري، چې له طالبانو سره تعامل وکړي، خو دا تعامل بايد مشروط وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسؤول جوزف بورل ويلي، د دې ټولنې له لوري د طالبانو په رسميت پيژندل نه ردوي، خو، دا کارونه به د طالبانو د راتلونکو کړنو پر بنسټ وي.

جوزف بورل زياته کړې، چې له طالبانو سره اړيکې او تعامل بايد په لاندې شرطونو مشروط وي.

  • د ټولشموله حکومت رامنځته کول
  • د ښځو په شمول د بشري حقونو درناوی
  • افغانستان بايد د ترهګرو په پټنځايونو بدل نه شي
  • بشري مرستو ته د اجازې ورکول
  • هغه افغانان او بهرنيان، چې له افغانستانه بهر ځي، د هغوی لپاره د خوندي شرایطو بربرول.

جوزف بورل ويلي، موږ ته د اروپايي ټولنې د شورا له لوري دنده راسپارل شوې، چې له طالبانو او د دوی له نوي حکومت سره د همکارۍ او اړيکو لپاره زمينه برابره کړو او په ځانګړې توګه په کابل کې  د اروپايي ټولنې د شريک شتون په اړه بايد له طالبانو سره خبرې وشي.

تر دې وړاندې د جرمني، چين، برتانيې او نورو دولتونو چارواکو هم له طالبانو سره مشروط تعامل او په رسميت پيژندلو لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډامنيک راب ويلي و، د طالبانو لپاره اړينه ده، چې پر خپلو ژمنو ودرېږي، برتانوي اتباعو او د برتانوي پوځيانو همکاري کوونو افغانانو ته اجازه ورکړي، چې څوک غواړي له ځمکنيو لارو او يا هم د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه وځي.

طالبان وخت پر وخت ټينګار کوي، چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي، له نړيوالو سره ښې اړيکې غواړي او دا يې رسمي تګلاره ده، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر خلاف نه کارول کيږي او نه به هم بل چا ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسيون مرستيال مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې افغانانو له هر پلوه ځور او ستړياوې ليدلي او نړۍ بايد له ځورېدلو افغانانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ـــ طالب مشران او کشران الهی ااصولو او کفری نړۍ چه راست کی یی امریکا قرار لری دجالی اصولو ته ژمنتیا لری. ـــ طالب ( مجاهدین ) چه څه وایی هغه کوی او چه څه کوی هغه وایی ، دجالی استعمار چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی چه له امله یی اذهان مغشوش او مظلوم بشریت استثماروی ـــ موږ نړیوالو ته په عملی بڼه کی د اخلاقو، تمدن او مدنیت درس ورکړی او ورکوو ، او دجالی استعمار د وحشت، فحشا او اشغال زده کړی نړیوالو ته ښیی ـــ موږ د دجالی استعمار… نور لوستل »

طوطی

بیانزیه: لا تر اوسه په خپل شین خر سپور یی؟ لوژی او قحطی کوم اسلامی اخلاق دی انډیواله خلکو د خپلو کورونو وسایل بازار ته راوستی چی یوه مړی ډوډی پری واخلی. چیری اروپا کی بیغمه پروت یی او لافی فړاقی دی شروع کړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx