نظــر

نړیواله ټولنه باید د افغانستان مرسته وکړي

عبدالرحيم ثاقب

ليكوال او سياسي شنونكی

اوس پر افغانستان د طالبانو واکمنې ده.
که څه هم چې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ډیرې هڅې وکړې.
پوره شل کاله یې د هغو خلاف نظامي او تبلیغاتي جګړه وکړه، یو تریلیون ډالره یې ولګول او څه کم څلور زره بهرني سرتیري یې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول خو د دې هرڅه باوجود د طالبانو په له منځه وړلو کې ناکام او بالاخره طالبان پر افغانستان حاکم شول.

ليکوال: عبدالرحيم ثاقب

زه نه غواړم چې تیرې ناخوالې یادې کړم، فقط غواړم دلته د امریکا د خارجه چارو د پخواني وزیر مایک پومپیو هغې خبرې ته اشاره وکړم چې ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ یې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیکولو په مهال وکړه:

د پومپیو د خبرو مفهوم دا و چې (( زه دا نه وايم چې نن څوک غالب او څوک مغلوب دي، خو زما له نظره نن غالب هغه څوک دی چې د سولې لپاره کار وکړي))
اوس عملاً په افغانستان کې جګړه ختمه او افغانان د جګړه ځپلي هیواد بیارغونې ته ضرورت لري، پر افغانستان د طالبانو اوسنۍ واکمني د هغوی د پوځي، اقتصادي او تخنیکي زور له کبله نه؛ بلکې په افغاني ټولنې کې د هغوی د مذهبی او اجتماعي ثقل له وجې ده.

اشرف غني او نور مخالفين چې په افغاني ټولنه کې یې ټولنیز ثقل نه درلود سره له دې چې امریکا او ټوله نړۍ يې تر شا ولاړه وه شل كلن حکومت یې په یوولسو ورځو کې وشړیده.

امريكا او نړیواله ټولنه دا واقعیت باید درک او د هغه له مخې اوس له طالبانو سره تعامل وکړي.
که امریکا او نړیواله ټولنه رښتیا غواړي افغانان یو خپلواک او بسیا هیواد ولري باید هغه مرستې کومې چې پخوا يې د اشرف غني له حکومت سره کولې اوس له طالبانو سره وکړي.

دا سمه خبره ده چې امریکایان او نړیواله ټولنه به له طالبانو سره فکري همغږي نه لري خو دلته خبره د ۳۵ میليوني افغانستان ده، نه فقط د طالبانو.

که نړیواله ټولنه نن بيا افغانستان ته شا کړي په نتیجه کې به یې خامخا افغانان له نړۍ څخه منزوي کیږي چې دا هیچا ته ښې پایلې نه لري.

همدا راز امریکایان باید افغانان له هیواد څخه وتلو ته تشویق نه کړي، ځکه همدا لوستي افغانان دي چې ډیری یې لوړې مسلکي زده کړې لري او افغانستان د هغوی زده کړو او تجربو ته تر بل هر وخت اوس ډېره اړتیا لري.

اوسني طالبان:
د طالبانو اوسنۍ واکمني د ۱۹۹۶ کال له واکمنۍ سره فرق لري.
هغه مهال طالبانو ټلویزون ته اجازه نه ورکوله.
همدا راز ښځینه کارکوونکو اجازه نه لرله چې په رسنیو کې کار وکړي، خو اوس لیدل کیږي چې ډیرې میرمنې په رسنیو کې کار کوي او همدا راز د طالبانو لخوا په خپرو کړیو اعلامیو کې نجونو ته د لوړو زدکړه په ادارو کې د تعلیم اجازه ورکړل شوې.

امريكا او نړیوالې ټولنې شل کاله له طالبانو سره په جګړې او دُښمنۍ کې تیر کړل چې هیڅ یې تر لاسه نه کړل.

اوس باید د افغانستان په جوړولو کې له هغوی سره سوله ییز تعامل او دوستي هم تجربه کړي او بیا وګوري چې څه نتيجه وركوي؟.

افغانان په مجموع کې سوله ییز خلک او له خپل دین او هیواد څخه د دفاع قوي روحیه لري، هغوی په تیرو دریو پیړیو کې درې ځواکمنې امپراتورۍ رانسکورې کړي، خو په دې دریو مرحلو کې افغانان بريد كوونكي نه؛ بلکې له خپل هیواده دفاع کوونکي وو او له خپل هیواد څخه دفاع د هر انسان مشروع حق دی.

طالبان د غچ اخیستنې فکر نه لري:
څلور لسیزې کیږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، دې اوږدې جګړې په افغانانو کې جګړه ييز ذهنیت خلق کړی او هر لوری چې حاکم شي مقابل لوری ترې د غچ اخیستنې ویره لري.
خو اوس طالبانو پریکړه کړې چې نور د انتقام اخیستنې لړۍ پای ته ورسوي.

د بیلګې په ډول د اګست په ۱۸ مه د کابل نیولو په دريمه ورځ انس حقاني کابل ته راغی او دلته مستقيمآ د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار خواته ورغى او هغه ته يې د مینې غیږه ورکړه.

فضل هادي مسلمیار هغه څوک و چې د واكمنۍ پر مهال یې د انس حقاني د اعدام غوښتنه کوله، خو کله چې طالبان واکمن شول هماغه طالب انس حقاني تر ټولو له مخه فضل هادي مسلمیار ته ورغی هغه ته ور ترغاړې شو او هغه ته یې له خپل لوري د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

سفارتونه او افغانان بايد بهر وتلو ته ونه هڅول شي.
کابل ته د طالبانو د ځواکونو له ننوتلو وړاندې د کابل حکومت پخوانی مشر اشرف غني له هیواده وتښتیده.

که اشرف غني رښتیا هم د افغانانو ولسمشر او د هغوی په اراده ټاکل شوی وای نو نباید هغه بهرته تښتیدلی وای.

د غني له تېښتې سره سم په کابل ښار کې ګډوډي پیل او طالبان مجبور شول چې د ګډوډۍ د مخنیوي په غرض کابل ته ننوځي.
كنه هغوی ته د مشرتابه لخوا د کابل په دروازو کې د تم کیدو امر شوی و.

په کابل ښار کې د مخنیوی په غرض مشرتابه طالبانو ته کابل ښار ته د ننوتلو امر وکړ، هماغه و چې طالبان کابل ته ننوتل او له هماغې لومړۍ ورځې تر ننه چې تر نیمې میاشتې زیات وخت کیږي په کابل کې هيڅ داسې څه نه دي رامنځته شوي چې له کابل ښار څخه د خلکو د تېښتې لامل شي.

د چین، روسیې، ترکیې، ایران، پاکستان او په کابل کې ټولو موجودو سفارتونو امنیت نیول شوی او څه داسې نه دي پیښ شوي چې له امله يې سفارتونه له کابله ووځي.

همدا راز په کابل کې د پخواني حکومت لوړ پوړي غړي لکه حامد کرزی، ډاکتر عبدالله ، د مشرانو جرګې مشر مسلمیار، نور د کابینې غړي او د ولسي جرګې وکیلان شته دي او له ټولو سره د طالبانو لخوا ښه رویه شوې چې نړیوالو او محلي رسنیو هم له هغوی سره د طالبانو ښه رویه منعکسه کړې.

همدا راز د کابل ښاریان ټول په خوندي ډول خپل ژوند كوي.
ټولې هغه رسنۍ چې مخکې په کابل کې فعالې وې په هماغه ډول خپل رسنیز فعالیت ته دوام ورکوي.

د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې د خپلو ښځینه او نارینه استاذانو او زده کوونو پرمخ خلاصې دي.

کومي مؤسسې چې پخوا يې په افغانستان کې فعالیت کاوه هغه همداسې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

دولتي مامورین خپلو کارونو ته بلل شوي او هیڅ داسې پېښه نه ده تر سره شوې چې له امله یې کابل ښاریان له هیواده وتلو ته اړ کړل شي.

هغه څه چې د طالبانو له راتګ نه وروسته ناوړه پېښه یادولی شو هغه ىې کابل هوایی ډګر په خوله کې د داعش لخوا خونړۍ حمله وه چې ډیره زیاته مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
خو هغه هم د امریکایانو د بې نظمۍ له وجې رامنځته شوه چې دوی ټولو کابل ښاریانو ته له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړ.

که داسې اعلان له افغانستانه پرته په بل هر هیواد کې وشي چې خلک یې بې ویزې او پاسپورت په امریکايي الوتکو کې امریکا ته رسول کیږي یقیناً چې زیات خلک به یې امریکا ته د ورتلو هڅه وکړي.

خلاصه:
افغانستان له څلويښت کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د یوې متحدې واکمنۍ خاوند شوی.

افغانان ډیر ځوریدلي اوس د دې وخت رارسیدلی چې نور د هغوی زخمونه ټکور شي.
افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د دې ټولنې هر ډول مرستو ته اړتیا لري.

بايد د افغانستان په دې حساسو شیبو کې نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرسته وکړي.

که نړیواله ټولنه افغانانو ته لاس ور نه کړي هغوی به په انزواء کې پاتې کیږي چې دا انزواء به یې بیا د هیچا لپاره ښې پایلې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx