افغانستان

شاهین: غربیان دې خپل کلتور پر موږ نه تپي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «سهیل شاهین» وایي، راتلونکی حکومت د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې ښځو ته حقوق ورکوي؛ خو غربیان حق نه لري، خپل کلتور او افکار پر افغانانو وتپي.

شاهین د امریکا له «فاکس نیوز»‌ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې راتلونکی حکومت د اسلامي‌ شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار او تعلیم حق ورکولو ته ژمنتیا لري او ښځې د حجاب په مراعاتولو سره کولای شي، کار او تعلیم وکړي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې غربیان باید افغان ښځو ته د غربي افکارو مطابق حقوق ونه غواړي؛ ځکه دده په خبره، دا د کلتور بدلون دی او باید پر افغانانو تحمیل نشي.

شاهین امریکا ته خبرداری ورکړی، چې باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي «په افغانستان کې د اشغال څپرکی نور پای ته رسېدلی، هغه نور د تېر یوه برخه شول اوس موږ پر راتلونکي تمرکز لرو، دا راتلونکی به زموږ او ددوی دواړو لپاره په ګټه وي.»

شاهین داسې مهال امریکا په افغانستان کې له لاسوهنې منع کوي، چې په هیواد کې د امریکا او ناټو شل کلن نظامي حضور پای ته رسېدلی او هیواد د طالبانو په ولکه کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده. طالبان دی هم د جنوب غرب د حوزې فرهنګ کابل ته نه راوړی. بلوچی خولې، توری لونګی، وژدې سړنی دی د کابل پر خلکو نه تحمیله وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx