نړۍ

اسرا ئیل: محکمه به د زندانیانو د تبادلی ځنډ یا تعطیل چلنج کړي

A Palestinian prisoner waves from the window of a bus as it leaves Nafha Prison, Mitzpe Ramon.(نن ټکی  اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۷) موټري لیدل کیږي چی ۴۷۷ فلسطیني زندا نیان داسرائیلو له مختلفو زندا نونو څخه و یوه مرکزي زندا ن ته را رسوي ترڅو وروسته ددغو زندانیانو په خوشی کولو کی اساني رامنځ ته شي.

په داسي حال کی چی دواړه لوري اسرائیل او فلسطنیان دی ته چمتوالي نیسي چی څرنګه وکولای شی په ډیره اسانی سره د زندانیانو تبادله پای ته ورسیږي.

تراوسه پوری لا په مصر کی د فلسطین دحماس ډله، د نړیوالي سري میاشتي استاځی اوهمدارنکه داسرائیلو دخاص پلاوی او د مصر هیواد دحکومتي او څارګري اداري دچارواکو ترمنځ اخیرنی خبري روانی دی، په اسرائیلو کی دهغو پنځو تنو وژل شویو اسرائیلیانو چی په کال ۲۰۰۱ کی په یوه رستورانټ کی دچاودني له کبله وژل شوی وو، او همدارنګه دهغو دوو میرمنو کورنیو چی حیفا کی پر یوه بسباندي دبرید له کبله وژل شوی وي، ستري محکمي ته عارضه وړاندی کړی ده.

پورته ذکرشویو کورنیو  و محکمي ته دهغو زندانیانو نومونه وړاندي کړی دي کوم چي  ددوي دکورنیو د غړو په وژلو کی یی لاس وو، اوپه دغه تور باندي داسرائیلو له لوری نیول شوی وو.

ددغو وژل شویو خلګو کورنی وایی دداسي خلګو خوشي کول چی هغه دي مخامخ داسرائیلو په وژلو کی لاس لري ددغه هیواد ګټي په خطرکی اچوي، او کیدای شیدغه خلګ په راتلونکی کي بیا پر اسرائیلو باندی د دارنګه بریدونو تکل وکړي.

له بله لوري بیا دفلسطین او اسرائيلو ترمنځ د پریکړه په صورت کی دخوشي کیدونکي زنداني عسکر جلعاد شالیط کورنی وایی دوی، به دفلسطینی زندانیانو او اسرائیلي عسکر   د تبا دلي دپریکړي ځنډ یا تعطیل چلنچ کړی.

داسرائیلي زنداني عسکر کورني وایی کچیري د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ دزندانیانو دتبادلي پریکړه نوره هم وځنډیږي نو ددوي د زوی( جلعاد شالیط) ژوند به په خطر کی ولویږي.

خو شنونکی وایی کیدای شی دزندانیانو دتبادلي پریکړه به نوره معطله او ځنډنی نه شي ځکه داسرائیلو پارلمان او اسرائیلي اولس په پوره اکثریت سره  ددغي پریکړي ملاتړ کړی دي.

 سرچیني وایی زندانیا اوس د کیټزیوټ او حډاریم په زندانوکی د انتظار شیبي شماري، او دزندانیانو ساتونکي هم غوږونه د اسرائیلو دعدلي وزارت دچارواکو په لور نیولي دي، چی څه وخت  به ورته امر کوی چی زندانیان دمصر دپولي په لور ولیږدوي.

داسرائیلو دعدليی وزارت له لوري مالومات ورکړشوي دی، چی له خوشی کړل  شویو زندا نیانو څخه به ۱۳۱ کسه په ختیځ دارالسلام کي خپلو کورونه ته لاړشي، ۱۰۸ زندا نیان په لویدیځ دارالسلام او لویدیځی غاړی ته لاړ شی، او همدارنګه ۳۹ کسه داسی زندا نیان دی چی پر وتلو باندی به یی بندیز وي اویا به له فلسطین څخه ونورو هیوادونه ته وایستل شي.

۱۷ تنه په د درو کلنو لپاره وغزي ته ولیږل شي، ۱۴۴ تنه به بیا دنامالوم وخت لپاره وغزي ته ولیږل شي، ۵ تنه نارینه او ۲۶ ښځینه زندانیانو ته به اجازه ورکول شی چی خپولو کورونوکی واوسيږی، چي د اکثرو کورونه په اسرائیلو کی دي.

دحماس ډلي دسیاسی چارو مسؤل ابو مرزوق له خبري رسنیو سره دخبرو پر وخت وویل دترکی او قطر هیوادونو په شمول دري هیوادونو دي ته غاړه ایښي ده چی هغه زندا نیان به په خپلو هیوادونوکي قبلول کړي څوک چی باید له فلسطین څخه بهر لاړشي.

داسرائیلو او حماس ترمنځ د زندانیانو دتبادلي په اړه په اسرائیلو کی له خلګو څخه رایی اخیستل شوی دي، چي تفصیل یی به لاندی ډول دي.

۶۵ سلمه اسرائیلو رایه ورکړي ده چی مونږ لا له پخوا څخه ددارنګه یوي پریکړي ګمان کاوه چی داسرائیلو او حماس ترمنځ به دبندیانو دتبادلی لپاره دارنګه یوه پریکړه صورت مومي.

۴۶ سلمه اسرائیل بیا وایی داسرائیلو لومړی داسرائیلي اولس په همه رایو ته غاړه کیښوده، ۳۴ سلمه اسرائیل وایی دحماس او اسرائیلو ترمنځ په ارمنځ ته شوی پریکړي ګی د اسرائیلو لومړي وزیر دیو ټولواک په توګه خل خپل واک څخه کار وا خیست.

۵۳ سلمه اسرائیل بیا وایی په دغه پریکړي کی اسرائیلو د حماس په وړاندي تنزل وکړ، (ماتی یی ومنله) او ۲۰ سلمه اسرائیل بیا وایی چي نه داسي نه ده بلکه حماس تنزل وکړ.

او همدارنګه دهغه سوال په جواب کی چی له اسرائیلو څخه شوی وو، چی ایا دغه پریکړه چی اسرائیلو او حماس ترمنځ لاسلیک شوه تاسو یی څرنګه احساسوي.

۴۴ سلمه اسرائیل وایی مونږ په دي سره خوښي او سعادت احساسوو، ۱۷ سلمه اسرائیل وایی مونږ ددغي پریګړي په رامنځ ته کیدو سره لا لهانده شوی یو، ۱۵ سلمه اسرائیل وایی ددغي پریکړي په رامنځ ته کیدو سره فخر کوو، ۱۴ سلمه اسرائیل وایی دغي پریکړي له تشویش او اندیښني سره مخ کړي یو، ۳ سلمه اسرائیل ددغي پریکړي په رامنځ ته کیدو سره په قهرشوی دی اوهمدارنګه ۵ سلمه اسرائیل وایی دغي پریکړي له شرمندګی او اهانت سره مخ کړي یو.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x