روغتیا

د بحرین لخوا د ۳۰ ټنه طبي او خوراکي توکو مرسته کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د بحرین هېواد لخوا افغانستان سره د ۳۰ ټنه طبي او خوراکي توکو مرسته وشوه چې نن سهار د کابل هوایي ډګر ته راورسېده.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دغه جوپه کې طبي توکي، خوراکي توکي، د ماشومانو جامې او خیمې شاملې دي.

 

د بحرین هېواد له لوري دغه مرسته د ښاغلي محمد العدي په استازیتوب کابل هوایي ډګر کې د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس مولوي حسیب الله احمدي ته وسپارل شوه.

ښاغلي احمدي د بحرین هېواد څخه د کړو مرستو مننه کړې او په وینا یې چې موږ له نړیوالې ټولنې غواړو په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د بحرین استازي محمد العدوي وویل چې ددې مرستې هدف افغانستان کې اړمنو کسانو سره مرسته کول دي او زیاته یې کړه چې بحرین او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي او دوستانه اړیکې لري، نوموړي ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به نورې مرستې هم راولیږي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د قطر او عربي اماراتو له لوري هم افغانستان سره د طبي او خوراکي توګه بیړنۍ مرسته شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx