افغانستان

ذبیح الله مجاهد: له المان سره قوي ديپلوماتیکي اړیکې غواړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې الماني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې نوی حکومت غواړي چې له المان سره قوي دیپلوماتیکې اړیکې ولري.

ښاغلي مجاهد د یوې الماني ورځپاڼې سره په مرکه کې هیله مندي ښودلې  چې المان به له افغانستان سره بشردوستانه او مالي مرستې او همدا راز په روغتیايي سستم، تعلیم او کرهڼه برخو کې ملاتړ وکړي.

مجاهد زیاته کړې چې المان که څه هم له امریکایانو سره د دوی خلاف لاس ورکړی و خو دوی اوس هغه هر څه بخښلي دي.

دا په داسې حال کې چې د المان د بهرنیو چارو وزیر هیکوماس تېره ورځ ویلي وو چې دوی په مشروط ډول تیار دي چې په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ولري.

د نوموړي په وینا د نوي حکومت د پېژندلو لپاره د دوی درې شرطونه دي: لومړی دا چې نوی حکومت باید ټولشموله وي، دوهم، د بشري او ښځو د حقونو احترام وکړي او افغانستان د نړیوال تروریزم مرکز ونه ګرځول شي.

هغه وویل چې «که دغه غوښتنې یې ومنل شي او امنیتي حالت دوی ته اجازه ورکړي، دوی تیار دي چې په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د چین او روسيې په خلاف ډيری اروپايي هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي او د بیا خلاصولو لپاره یې نوی حکومت ته ځينې شرایط وضع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx