افغانستان

ذبیح الله مجاهد: استخبارات مو د مولوي عبیدالله د قاتلینو په لټه کې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت استخبارات د دیني عالم مولوي عبیدالله متوکل د قاتلینو په لټه کې دي.

مولوي عبیدالله متوکل څو ورځې وړاندې په کابل کې د خپل یو شاګرد سره د ناڅرګنده کسانو له خوا تښتول شوی و او نن يې مړی د پغمان ولسوالۍ مربوط ارغندۍ سیمه کې موندل شوی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې مولوي متوکل او د هغه د یو شاګرد وژل کیدل په اسلامي امارت پورې اړه نه لري او داسې کړنې شریرې کړۍ د تفرقه اچونې په موخه ترسره کوي.

مولوي عبیدالله متوکل په کابل کې په یوه جومات کې خطیب او امام و او هم يې مدرسه درلودله. هغه له آره د پرون ولایت اوسیدونکی و او د پاکستان په دیني مدارسو کې يې درس ویلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د شهادت قبول کړی. خو د افسوس ځآی دا دی چی د طالبانو په حکومت کی هم هدفی وژنی جریان لری د غلو خو هر ورځ خبری کیږی. بهتره به دا وی چی یو څو کسه علنی اعدام شی او د غلو څخه هم علنی لاسونه پری شی خدای مکړه چی طالب رژیم هم لکه د غنی په شان د بین الملل په خاطر او د خپلو مقامونو په خاطر حدود تطبیق نکړی. کچیری د ده عالم قاتلین پیدا نشی پوه شی چی لدی ورسته به دا لړی همداسی روانه وی. کابل هغه پخوانی ښار د شلو کلو مخکی… نور لوستل »

جلال

انا لله وانا اليه راجعون
الله يي وبشي او قاتلينو باندي يي عدالت تطبيق كري. آمین

مه کوی

ګوری طالبانو!! چی داکتر عبدالله او کرزی او نورو ته عفوه کوی نو دی عالم ته هم باید عفوه شوی وی. که دا ژوندی وای او تاسو عفوی ورته کری وای او خپل دینی خدمات یی پر مخ ورلای د سومره به شه وای. زه فکر کوم چی طالبانو کی داسی خارجی استخباراتی خلګ شته چی زینی مشران وژنی یو خو هغه اکثریت د پاکستان خلاف دی او بل دطالب نوم هم باید په یوه طریقه ور بد کری. طالبان باید دیر پاکستان ته متوجه اوسی تول پاکستان نیان چی ورسره دی که پشتون دی که پنجابی باید سخت تعقیب… نور لوستل »

عبدالرقیب

مرموزه وژني په افغانستان کي نوې پدیده نه ده خو د کابل مرموزي وژني د پاته افغانستان د مرموزه وژنو سره ځکه توپیر لري چي په پلازمینه کي مرموزه وژني د سردار داود ، خلقانو او پرچمیانو د وختونو راهیسي جریان لري او زیادتره یې د داسي کسانو لخوا تر سره سوي دي چي په حکومت کي د نظامي او استخباراتي موقفونو خاوندان وه او ختی د غیر سیاسي اهدافو لپاره یعني د موټر د غلا پر سر هم خلګ وژل سوي دي. د هیواد په پاته برخو بالخصوص کندهار کي بیا زیادتره مرموزه وژني د هغه چرکیانو لخوا تر… نور لوستل »

مه کوی

عبدالرقیب خانه! حکومت په په چپلاخو نه کیزی جنابه سیاست په کار دی. په نری کی هغه هیوادونه کامیابه دی چی قوی استخبارات ولری هم داخلی او خارجی سانګی البته د خپل ضرورت په انداژّ. پاکستان قوت په همدی کی دی چی قوی استخبارات لری هر افغان ته جی خیال شی پر سر یی ولی. ستا خبر په سه توپیر د خیتور مولانا فضل الرحمن خبری دی. نور طالب که خپل بهتر حاکمیت غواری نو استخبارات باید قوی کری خصوصا پاکستان لپاره شه نفر تربیه کری زه فکر کوم چی پاکستان د چین د اقتصادی کمربند د پروژی تر تطبیق… نور لوستل »

عبدالرقیب

ته دا ویل غواړې چي حکومت دا حق لري چي په مخفي او مرموز ډول وژني وکړي؟ خاطر دي مانده مه سه. په دې تیرو بدنظمیو او جګړو کي دي لکه چي پر سر ضربه لیدلې ده او ماغزه دي تل ته تللي دي.

مه کوی

دلیل و وایه. یا پاکستانی یی یا بی خبره افغان. نور موژ پوهیژو چی هم استخبارات ته ضرورت لرو، هم پوهنتون ته، هم معلم ته هم داکتر ته هم انجینر ته او هم قوی نظامی اساساتو ته. بیغمه اوسه اوس تول ملت او دنیا ستاسو پاکستانیانو (فوج ای اس ای) په فریب او دوشمنی شه پوهیژو دا خبری دی اوبو ته وکره؟

قوی استخبارات په افغانستان کی کولای شی د پاکستان او نورو دوشمنانو وژنو مخ ونیسی. او موژ دا کار کوو بیغمه اوسه عبدالرقیبه

طوطی

الله دی وبښی. مولوی صیب لږ شانده د داعش طرفداره هم ښکاره کیده خو خبر نوه چی زیارت پرستان واک ته رسیدلی. بس شهید یی کړ. انالله و انا الیه راجعون. زمونږ د کلی طالبان چی مجردی کلی ته راغلل اول یی د پاچا صیب په زیارت باندی توغونه وردول او د زیارت بیرقونه یی ټول را تازه کړل. هځیره ټوله سپینو بیرقونو نیولی وه خو کله چی شپه شوه خبر نول چی د شپی د لالا میرو سپی راځی او راسآ د پاچا صیب په زیارت یوه غټه سوټه وباسی. زیارت هغه شپه هیچ کرامات و نه ښول چی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx