ورزش

محمد صلاح لیورپول سره د تړون غځولو لپاره د یوې اونۍ «۵۰۰ زره» یورو غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د لیورپول کلب مشهور فوټبالر محمد صلاح د تړون غځولو لپاره خپلې لوبډلې ته د اونۍ ۵۰۰ زره یورو معاش غوښتنه کړې ده.

مصری محمد صلاح چې د لیورپول لوبډلې مخکښ لوبغاړی دی او په ۲۰۱۹م کال کې یې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي ګټلې د خپل کلب سره د تړون تمدیدولو لپاره د تاریخي معاش شرط ایښی دی.

د انګلستانۍ ورځپاڼې «Mirror Footbal« د راپور له مخې، د لیورپول کلب په پام کې لري چې محمد صلاح سره د ۵ کلونو لپاره تړون تمدید کړي، د نوموړي اوسنی تړون په ۲۰۲۳م کال کې پای ته رسیږي.

یاده ورځپاڼه زیاتوي، د محمد صلاح اوسنی اونیز معاش ۲۰۰ زره یورو دی، خو نوموړي د تړون تمدیدولو لپاره نیم ملیون یورو غوښتنه کړې ده.

که چیرته انګلستانی کلب لیورپول د محمد صلاح پر ۵۰۰ زره یورو اونیز معاش راضي شي، دا به د انګلستان په تاریخ کې لومړی لوبغاړی وي چې دومره ستر رقم ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده چې محمد صلاح په پریمیئر لیګ کې ۱۶۱ لوبې کړي، نوموړي ۹۹ ګولونه وهلي او ۳۶ ګول پاسون کړې دي، هغه د لیورپول لوبډلې په تاریخ کې یو له مخکښو لوبغاړو څخه دی. هغه دوه واره د انګلستان پریمیئر لیګ د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کړې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx