افغانستان

طالبان: پنجشېر په بشپړ ډول ونيول شو او ولس يې د ياغيانو له شره خلاص شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل):  طالبانو ويلي، «د مزدور دښمن وروستۍ ځاله» پنجشېر يې هم په بشپړ ډول نيولی او دغه ولايت په شپړ ډول د اسلامي امارت تر واک لاندې راغی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، د الله تعالی په مرسته او د ولس په ملاتړ په هېواد کې د بشپړ امنيت پر لور وروستۍ هڅې هم نتيجه ورکړه او پنجشېر ولايت په بشپړ ډول فتحه شو.

ښاغلي مجاهد ويلي، په پنجشېر کې ګڼ شمېر ياغيان او د شرير بانډ مشران وځپل شول او پاتې نور يې په تېښته بريالي شول.

طالبانو د پنجشېر ولس ته ډاډ ورکړی، چې تر دې وروسته دې په ډاډه زړه ژوند وکړي، هغوی يې خپل وروڼه بللي او ژمنه يې کړې، چې د پنجشېر ولس سره به هېڅ ډول توپيري چلند نه کيږي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د پنجشېر په شمول ټول ولس به په ګډه د يوه هېواد او يوه هدف لپاره خدمت کوي.

طالبانو ويلي، چې د وروستيو هڅو په پایله کې هېواد په بشپړ ډول له جګړو راووت او تر دې وروسته به ټول هېوادوال په بشپړ ډول د خپلواکۍ او ابادۍ په فضا کې سوکاله او ارام ژوند وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل له نيولو وروسته د پنجشېر له علماوو، قومي مخورو او يو شمېر سياستوالو سره څو ځله ناستې وکړې او له هغوی يې په ټينګار سره غوښتنه وکړه، چې د پنجشېر موضوع بايد له سوله‌ييزې لارې حل و فصل شي.

سره له دې، چې علماوو او قومي مشرانو ډېرې هڅه وکړې او اسلامي امارت هم بشپړ ډاډ ورکړ، خو د پخواني نسکور شوي رژيم مرستيال امرالله صالح او د نامسؤولو وسله‌والو مشر احمد مسعود د سولې فرصت څخه د ګټې اخيستو پر ځای جګړې ته مخه کړه او بالاخره د څو ورځو جګړو وروسته طالبانو وروستی ولایت پنجشېر هم په بشپړ ډول ونيوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسع

الحمد لله چی دشراوجګړی ټغرله ټول هیواد څخه ټول شو

سرفراز زنیخېل

اوس یی تعقیب کړی او په ټول افغانستان کی یی ختم کړی تر څو دا غریب ولس ددوی له شره تر ابده خلاص شی

مه کوی

لند غر دانه په دانه پیدا کری د کنترول لپاره یی کوشش وکری چی د دیر دقت خخه کار واخلی دا غربیانو سره دیر ترین شوی. وژل مه کوی خو هر قیمت چی وی پنشیر خالی سلاح کری توله سلاح ور خخه په تاریکی شپو کی وباسی خو پام مو وی چی هلته دیره قیمتی سلاح شته باید پاکستان سره احتیاط وشی پاکستان پّ هر صورت د موقع خخه استفاده کوی. استخبارات دیر قوی کری پاکستان مو نوم بدوی بیابه ګوری همدغه خلګ به بیا دطالب په ضد تحریکوی او بل طرف ته به خپل غوشتنی په منی.

دوکتور غروال

د شورای نظار قاتلو غلامانو او طالبانو تر مینځ زرګری جګړه را مینځ ته دی او دوا ړه خواو کښی ولسی خلک وژل کیږی دا ثابته شوی دی چی د حکومتداری جغور نه غلام قاتل تنظیمونه ئی لری او نه ئی طالبان دوی دواړه خواوی باید اوس افغان ملت ته د خپلو وحشتونو اعتراف وکړی که واقعآ دوی په اسلام باندی په صدق سره ایمان لری او افغان ملت ارام ژوند ته پریږدی او د افغان ملت قهرمانه جهاد څخه همدومره غیری انسانی او غیری اسلامی سوء استفادی بس دی او د اجنبیانو غلامی ته د پای ټکۍ کیږدۍ که… نور لوستل »

Adam Khan

ALHAMDO LELLAH
OUR NATIONAL HERO IS MULLAH DADULLA

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx