لندن: لسګونو زره خلکو د اسرائیلو پرضد لاریون وکړ

نن ټکی آسیا(يكشنبه،زمري۵مه،۱۳۹۳ل): د انګلستان په پلازمینه لندن کې په لسګونو زره خلکو د اسرائیلو له سفارت څخه د پارلمان تر ودانۍ پورې مظاهرې ته ادامه ورکړه.
مظاهره چیانو د اسرائیلو مظالم غندل او له خپل حکومت څخه یې پر اسرائیلو د اقتصادي بندیز د لګولو غوښتنه کوله.
د لاریون یوې ګډون کوونکې مظاهره چیانو ته په خپله وینا کې وویل:
«اسرائیل له انسانیت او بشریت څخه وتلي دي، اسرائیل یو رزیل او شریر دولت دی، د پارلمان وکیلانو ته ووایاست چې مونږ تر هغه تاسو ته رایه نه درکوو او نه درڅخه ملاتړ کوو ترڅو تاسې د اسراییلو له ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی».
د پولیسو په وینا د لاریون کوونکو شمیر ۴۵۰۰۰ (پنځه څلويښت زره) تنو ته رسید، خو ځايي خلک وايي چې د مظاهره چیانو اصلي شمیره د دې دوه چنده وه.
دغه راز د یو بل راپور له مخې د انګلستان خلکو د خپل هیواد لومړي وزیر ته یو لیک لیږلی او غوښتنه یې ترې کړی چې باید ژر تر ژره له اسرائیلو سره پوځي همکاري ودروي او پرې د اسلحو له پلورو سره دې مقاطعه وکړي.
ویل شوي چې د دې لیک لپاره په دوه ورځو کې د لاسلیکونو شمیر ۲۱۰۰۰ (یو ویشت زره) ته ورسید.
دا لیک چې د پارلمانو د اعضاوو، ژورنالیستانو، هنرمندانو، لیکوالانو په شمول د ګڼو طبقو خلکو لاسلیک کړي، د جمعې په ورځ ډیویډ کامرون ته سپارل شوی.
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د