نړۍ

د برتانيې د پوځ مشر: د طالبانو چټک پرمختګ د ډېرو شنونکو وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل):  د برتانيې د پوځ سرلښکر جنرال سر نېک کارټر ويلي، د طالبانو چټک پرمختګ او په لنډه موده کې د ټول افغانستان نيولو د ډېرو شنونکو او کارپوهانو وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې.

جنرال کارټر د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، د طالبانو د چټک پرمختګ له امله بايد وويل شي، چې د ډېرو کارپوهانو درک ناسم و او دوی نه پوهېدل، چې هر څه به دومره ژر بدل شي او ان طالبانو به هم فکر نه و، کړی، چې کابل به دومره ژر سقوط وکړي.

جنرال کارټر ویلي، دوی نه پوهېږي، چې د طالبانو حکوموت به څه ډول وي، خو دوی هيله لري، چې طالبان به د پخوا په څېر سخت دريځي نه وي.

نوموړي ويلي، که طالبان سم چلند وکړي، نړيواله ټولنه به ورسره مرسته وکړي او افغانان به يوازې پرې نږدي.

تر دې وړاندې د برتانيې د بهرنيو چارو وزير هم ويلي و، دوی داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي وو، چې ښايي تر اګسټ مياشتې پورې د افغانستان امنيتي وضعيت ترينګلی شي او پرله ‌پسې خراب شي، خو داسې ګومان نه کېده، چې کابل به دومره سقوط وکړي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډامنيک راب ويلي و، د طالبانو لپاره اړينه ده، چې پر خپلو ژمنو ودرېږي، برتانوي اتباعو او د برتانوي پوځيانو همکاري کوونو افغانانو ته اجازه ورکړي، چې څوک غواړي له ځمکنيو لارو او يا هم د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه وځي.

 

طالبان وخت پر وخت ټينګار کوي، چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي، له نړيوالو سره ښې اړيکې غواړي او دا يې رسمي تګلاره ده، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر خلاف نه کارول کيږي او نه به هم بل چا ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

 

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسيون مرستيال مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې افغانانو له هر پلوه ځور او ستړياوې ليدلي او نړۍ بايد له ځورېدلو افغانانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx