افغانستان

مجاهد: د پنجشیر نوی والي، معاون او نور چارواکي د پنجشیر ځايي اوسیدونکي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پنجشیر ولایت ټول چارواکي  د یاد ولایت دي او نور مسوولین به هم له همدې ځایه ټاکل کیږي څو د نورو فتنو د راټوکیدو مخه ونیول شي.‎

طالبانو نن سهار رسما اعلان کړه چې د پنجشیر ولایت مقام نیولو سره یې نن سهار دغه ولایت په بشپړ ډول ونیولو.

مجاهد په کابل کې خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دوی غوښتل د پنجشیر موضوع د خبرو له لارې حل کړي خو د ډيرو هڅو او کوششونو سره مقابل لوري چې د بیت المال وسلې او وسایط یې له ځانه سره وړي ول، دوی ته منفي ځواب ورکړ.‎

هغه وویل چې په پنجشیر کې په ډیره پریمانه کچه د کلونو کلونو وسلې خوندي شوې او دا وروستیو کې له کابل څخه هم ډیرې زیاتې سترې او وړې وسلې ور انتقال شوې وې چې،په چټکۍ به یې بیرته راوړل پیل او د هیواد مرکزي زیرمو کې به خوندي شي.

مجاهد زیاته کړه چې دوی غوښتل د خبرو له لارې د پنجشیر قضيې حل غوښت، خو دا يې نشوای زغملای چې په هیواد کې دننه یوه بېله جزیره جوړه شي.

د مجاهد په وینا اسلامي امارت د افغانستان د یو موټي کیدو په برخه کې ډير حساس دی او دوی غواړي چې افغانستان نور د ثبات خواته لاړ شي او د هر ډول ګډوډیو مخه ونیول شي.

مجاهد همدا راز وویل چې په افغانستان کې نور د جنګ عوامل له منځه تللي دي، ملت نور جنګ نه غواړي او هیڅ داسې بهانه نشته چې د جګړې د دوام لامل دې شي.

طالب ویاند څرګنده کړه چې د پنجشیر پر افتخاره دره کې مېشت ولسونه د افغانستان د بدن یوه نه بېلېدونکې برخه ده، له دوی سره به هيڅ ډول سلیقوي برخورد نه کېږي او ‌ټول هغه حقوق چې نور هیوادوال یې لري، د پنجشیر ولسونه به یې هم لري.

هغه په پنجشیر کې د تلیفوني خدماتو د قطع کیدو او لارو په تړل کیدو خواشیني څرګنده کړه او ويې وویل چې د لارو د بندیدو اصلي عاملین هغه کسان ول چې غوښتل یې پنجشیر د فتنې په ځاله بدل کړي.

مجاهد په وینا د پنجشیر ولس متنفذین او جهادي قومندانان له دوی سره همغږي دي‌ او د پنجشیر د نیولو عملیات هم د هغوی په مټ ترسره شوي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابل له نيولو وروسته د پنجشېر له علماوو، قومي مخورو او يو شمېر سياستوالو سره څو ځله ناستې وکړې او له هغوی يې په ټينګار سره غوښتنه وکړه، چې د پنجشېر موضوع بايد له سوله‌ييزې لارې حل و فصل شي.

سره له دې، چې علماوو او قومي مشرانو ډېرې هڅه وکړې او اسلامي امارت هم بشپړ ډاډ ورکړ، خو د پخواني نسکور شوي رژيم مرستيال امرالله صالح او د نامسؤولو وسله‌والو مشر احمد مسعود د سولې فرصت څخه د ګټې اخيستو پر ځای جګړې ته مخه کړه او بالاخره د څو ورځو جګړو وروسته طالبانو وروستی ولایت پنجشېر هم په بشپړ ډول ونيوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

MUBARAK SHA

استاد صالح پنجشیری

بسیاررخوب از این شیاطین و نفس پرستان بخیر خلاص شدیم . امرالله صلح بجز که خود را سیر کرده باشد کار را به پنجشیری ها نکرده است. قومندانان تنها خود را سیر کرد مردم فقیر پنجشیر همانه غریب و محروم ماندند.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx