افغانستان

مجاهد: راتلونکی حکومت ښایي د «سرپرست حکومت» بڼه ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست «ذبیح الله مجاهد» وایي، د راتلونکي حکومت‌ د اعلان لپاره جدي کار روان دی او راتلونکو څو ورځو کې به یې د اعلان شاهدان واوسو.

مجاهد چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې د راتلونکي حکومت په اړه له بېلابېلو اقشارو سره روانې سلا مشورې او د حکومت اعلان ته چمتووالی بشپړ شوی او اوس یوازې په تخنیکي برخو کې ځیني کارونه پاتې دي، چې ښایي ژر بشپړ او په نږدې راتلونکې کې حکومت اعلان شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو، ګمارنو ترسره کېدلو او د نظام د چوکاټ د برابرېدو په موخه ښايي راتلونکی حکومت په لومړۍ مرحله کې د یوه سرپرست حکومت په بڼه خپل کار پيل کړي.

دده له قوله، د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې د برخې اخیستلو لپاره بېلابېلو هیوادونو ته بلنلیکونه لېږل شوي دي تر څو چارواکي یې د حکومت د اعلان په ورځ په مراسمو کې برخه واخلي.

د مجاهد په خبره، د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخوندزاده» به په نږدې راتلونکې کې را‌‌څرګند شي.

د نظام د بڼې په اړه مجاهد وویل، چې تر دې دمه یې په اړه معلوماتو خپرولو ته لا وخت شته، خو په خبره یې، ټاکنې د اوس مهال لپاره په پلان کې نشته، خو راتلونکی حکومت به دا پریکړه کوي چې څه ډول پر مخ ځي.

د مجاهد پورتنۍ خبرې داسې مهال دي، چې هیواد کې وروستۍ پاتې ولایت «پنجشیر» هم د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلی او هیواد په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
SALLAM DARDEDALLY, ZAWREDALLY AW KAREDALLY MUJAHID SAIB,

MAKE SURE YOU DO NOT GIVE ROOM TO SNAKES IN YOUR SLEEVES.

یو بل مه سره وژنی

تر مشرانو یی دیر ژر ورسوی. دغه لاندی لینک کی د ویدیو یوه حصه اوس په یوتیوب کی خپره شویده چی او سرتکی یی داسی لیکلی چی مولوی عبدالحنان حقانی فتوا ورکری چی پنجشیران کافران دی. ما یی هغه کامله ویدیو پیدا کره په هغه کی حقانی وایی چی د اسلامی حکومت خخه بغاوت کوونکی د فتواوو پر اساس تر کافرانو بد تر دی، حقانی زیاتوی چی زه نه وایم چی دا خلک کافران دی بلکی باغیان دی. په مقابل کی پنجشیری د موقع خخه په استفاده جنجال شروع کر ته وایی پنجشیران کافران دی. خلاصه داچی دغه ویدیو تفصیل… نور لوستل »

یو بل مه سره وژنی

طالبان باید دیر کوشش وکری چی د میدیا او مصاحبی سره بلد خلگ د د تلویزیونی مباحثو لپاره انتخاب کری. عبدالحنان حقانی عالم ولی خبری یی ندی زده. په هغه ویدیو کی د پنجشیر تر تاثیر لاندی رازی و یی نشوه کولای چی خبره واضحه کری او مقابل پر کری. نو لطفا تکره او ژبور خلگ پیدا کری

عبدالواحد اڅګزۍ

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيم(۴) ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ﴿۵﴾ سوره التین آیات ۴،۵ معنی.بیشکه پیداکړۍ موږ انسان په ډیر ښه صورت کښی بیاراوګرزولۍ موږدۍډیر کښته له ټولونه پاته کیدونکۍ. له پورته آیاته څخه معلومیږی چه انسان موداستعداد اوتکامل دعالی ترینودرجووخلاقۍ اوبیاموپست ترینودرجوته وګرزاوۍ چه دتعلیم په ذریعه بیرته داستعداد اوتکامل حالت ته راګرزی-نادرشاه اوظاهرشاه دځانودپاره اوانګریزانوددی دپاره چه دادلاورقوم تعلیم ونه کی دخطایستلوملایانوپه واسطه چه مکتب یی کفربالۍ افغانستان له تعلیمه واچاوۍ ،په مکتب کی دین هم ښوول کیږی ولی هردین والاخپل دین ورته وایی،لوی هدف یی صنعت زده کول دی لکه تیاره ،توپ،راکټ،ټلیفون،کمپیوټر اوداسی نورصنعت چه په دین… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x