
شعـــــرونه
واه د غیور وګړي څومره بېپروا دي له ژوند/ انس حقاني
انس حقاني
واه د غیور وګړي څومره بېپروا دي له ژوند
د عشق دنیا کې ښاپیرۍ څومره حسینه لري
چا چې په پاڼو د ماضي د وینو څاڅکي توی وي
هغوی به خود د مستقبل صفحه رنګینه لري
مادي خدایانو ته مونږ هیڅکله سجده نکوو
چې مو د تن رګونه څو د ژوندون وینه لري
د غرو سړي یو اوس هم ژوند د غرونو خوند راکوي
ماڼۍ د هغو مبارک شه چې یې مینه لري
زړونه به خود په یوه نظر وړي په یوه لحظه کې
چې د انس غوندې هر څوک هم ټنډه ورینه لري