ورزش

له نړیوال جام یوه میاشت وړاندې، د پاکستان کرکټ روزونکو استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکو په داسې حال کې استعفا وکړه چې د شل اوریزو نړیوال جام ته نږدې یوه میاشت وخت پاتې دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان کرکټ مشر روزونکي مصباح الحق او د توپ اچونې روزونکي وقار یونس کرکټ بورډ ته خپله استعاف وړاندې کړې ده.

د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې «سما« د راپور له مخې، رمیز راجه چې د پاکستان کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه ټاکل کېدو ته نږدی دی له مصباح الحق او وقار یونس غوښتي چې استعفا وکړي.

دغه راپور د سرچینو په حواله زیاتوي چې رمیز راجه د مصباح او وقار یونس سره دوه ورځې وړاندې خبرې کړي چې له هغو یې د استعغا غوښتنه کړې وه.

مصباح او وقار یونس په داسې حال کې استعفا وکړه چې پاکستان کرکټ لوبډلې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه اعلان شوې لوبډله به د نیوزیلند پر وړاندې په پنځه شل اوریزو لوبو او د انګلستان پر وړاندې په ۲ شل اوریزو لوبو کې هم لوبیږي. ټاکل شوې دغه دوه سیریزونه پاکستان کې ترسره شي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ د راتلونکو دوه سیریزونه لپاره پخوانی غوره آلراونډر عبد الرزاق او غوره سوکه توپ اچونکی مشتاق احمد د نوي روزونکو په توګه ټاکلي دي.

د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د پاکستان کرکټ اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده:

بابر اعظم (لوبډلمشر)، شاداب خان (مرستیال لوبډلمشر)، محمد حفیظ، اصف علي، اعظم خان، صهیب مقصود، محمد رضوان، خوشدل شاه، محمد نواز، حسن علي، شاهین شاه افریدي، محمد وسیم، عماد وسیم، حارث رووف او محمد حسنین. خو شاه نواز دهاني، فخر زمان او عثمان قادر د ساتونکو لوبغاړو په حیث ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx