افغانستان

‎له امریکايي اتباعو او ژباړونکو څخه ډکې شپږ الوتکې په مزارشریف کې د پرواز اجازې ته منتظرې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري اژانس وايي چې شپږ تجارتي الوتکي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کې سپاره دي له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پراوز اجازه نه لري او د مزارشریف په هوايي ډګر کې ولاړې دي.

د دغو پروازونو منتظیمینو رویټرز خبري اژانس ته پروازونو د ناوخته کیدو مسوولیت د امریکا په بهرنیو چارو وزارت اچولی دی.

دوی ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت طالبانو څخه د پروازونو اجازه نه ده اخیستې او له همدې کبله امریکايي چارواکو ددغو مسافرو ژوند په خطر کې اچولی دی.

خو رويټرز ته یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په یادو الوتکو کې هیڅ امریکايي نشته دی او نه هم د کوم امریکايي ژوند ته خطر متوجه دی.

هغه زیاته کړې چې په مزارشریف کې د دوی استازي نشته دی څو د مزارشریف هوايي ډګر کې د امریکايي اتباعو شتون تایید کړي او هم دا تایید کړي چې دغه الوتکې چېرته ځي.

تېره ورځ د امریکا نماینده ګانو د مجلس یو استازي ویلي وو چې د مزارشریف په هوايي ډګر کې شپږ الوتکې ولاړې دي چې په کې امریکايي اتباع او د هغوی ژباړن هم شامل دي. هغه ویلي چې دغه الوتکې د طالبانو اجازې ته منتظرې دي څو پرواز وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د رویټرز د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

عجیب موقع ده طالبان باید د یو امتیاز او سیاسی موافقی لمخی دا دی الوتکو او اشخاصو ته اجازه ورکری. اول دوی وګوری چی سوک دی تحقیق تری وشی په تحقیق کیدایشی دیر سه طالبانو ته په لاس ورشی. بهترین جانس دی

سرفراز زنیخېل

ټول کسان باید چی پدی طیارو کی دی تر پوښتنی وشی چی دا څوک دی او له چا سره وه کیدای شی پدی هغه قاتلین جاسوسان غلامان او دملت دبیت المال چورکونکی وی چی دبښلو ندی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx