
تر دې دمه د نړۍ ۴۰ سلنه وګړو د کرونا واکسین لومړی دوز ترلاسه کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ وږي، ۱۴۰۰ل): په ۲۰۱۹م کال په پای کې د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښې ثبت شوې چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۲۲ ملیونه کسان پرې اخته شوي دي.
د کووید-۱۹ ناروغۍ په دغه نږدې دوه کلنه موده کې له ۴ نیم ملیونو زیات کسان وژلي دي، خو له ۱۹۷ ملیونو زیات بېرته ښه شوي دي.
د کرونا پر ضد د واکسینو کچه هم ورځ تر بلې زیاتیږي چې د یکشنبې ورځې د احصائیو له مخې د نړۍ ۴۰.۲ سلنه وګړي لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړي او ۲۵ سلنه وګړي بشپړ واکسین شوي دي.
د شمېرو له مخې ۵ نیم ملیارده کسانو لومړی دوز تطبیق کړي او ۲.۲ ملیارده کسان بشپړ واکسین شوي دي.
د ورکړل شویو ارقامو له مخې په نړۍ کې تر دې دمه ۵ نیم ملیارده واکسین اداره شوې دي، چې اوسمهال هره ورځ ۳۵ ملیونه دوزه واکسین لګول کیږي.
د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې یوازې ۱.۸ سلنه خلکو لږ تر لږه یو دوز واکسین ترلاسه کړي دي، په دې کې افغانستان هم شامل دی چې تر دې دمه یې د کرونا شاوخوا ۱.۲ ملیونه دوزه کم واکسین تطبیق کړي دي.
د یونیسیف ادارې تېره اونۍ ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره سم د واکسین د تطبیق کچه ټیټه شوې او ممکن دغه هېواد سره مرسته شوي واکسینو وخت هم ختم او ضایع شي.