
کابل: افغانۍ د ډالر مقابل کې بې ساری ارزښت ترلاسه کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د کابل د سرای شهزاده صرافان وايي چې د نن ورځې د بازار خلاصېدو پر مهال د یو ډالر ارزښت ۸۵ افغانۍ و خو د غرمې تر یوولس بجو یې ارزښت ۸۰.۲۰ ته راښکته شو.
دا په داسې حال کې چې د کابل د صرافانو تر ټولو لوی مارکیټ درې ورځې وړاندې خلاص شو او هغه مهال د افغانۍ مقابل کې د یو ډالر ارزښت ۸۸ افغانۍ و.
د افغانۍ مقابل کې د ډالرو د ارزښت کمېدو یو لامل د ډالرو د قاچاق او له افغانستان څخه د ډالرو پر ویستلو د طالبانو بندیز ښودل شوی دی. همدا راز داسې احتمالات هم ښودل کیږي چې ممکن د افغانستان بانک په مصنوعي ډول د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی وي.
د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک په خپل یو راپور کې ویلي چې هغه افغانان چې په بهر کې کار کوي د کال شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالر افغانستان ته لیږي چې په اوسط ډول هره ورځ ۲ میلیونه ډالر کیږي او دغه چاره د افغانستان له اقتصاد او د افغانۍ د ارزښت لوړولو سره مرسته کوي.
بل خوا پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان وضعیت بیا د کلدارې ارزښت ښکته کړی دی. د پاکستان د صرافانو اتحاديې مشر جیو نیوز ته ویلي چې د طالبانو تر راتګ وړاندې پاکستان په ورځيني ډول له ۵ تر ۷ میلیونه ډالرو پورې ترلاسه کول او له پاکستان به افغانستان ته ۲ میلیونه ډالر په اوسط ډول تلل. خو اوس له افغانستان څخه پاکستان ته ډالر نه راځي خو افغان صرافان په ازاد بازار کې له یو نیم تر ۲ میلیونه ډالرو پورې اخلي او افغانستان ته یې لیږي چې دغې چارې د کلدارې ارزښت ښکته کړی دی.
طالبان باید استخبارات او کشف قوی کری چی هر زای لس نفره یوزای ووینی باید اجازه ورنه کری که دا کار وکری بیا داسی تجمع نشی جورولای
https://m.youtube.com/watch?v=6mX8mYA2jaE
شیطانت بند دی. کمزوري او په ولس کي منزوي دولتونه پر استخباراتو باندي پانګونه کوي. که د ولس یوه وړوکې برخه د مظاهرې په شکل فساد پیښوي او عامه ملکیتونه (سړکان، درېګزیان، ټرانسپورټي او مواصلاتي سیسټمونه د بندش سره مخامخ کوي نو باید د ولس یوه ستره برخه یې په مقابل کي راووځي او دوئ منع کړي. که ظالم او غاصب پنجشیریان په جګړه کي بایللی موقف د مظاهرو د لاري ګټل غواړي نو پښتنو ځوانانو ته په کار ده چي په دې مظاهرو کي ورسره ګډ سي او هلته ګډونوالو ته ښه خرې ګ . . ي ورکړي، بیا… نور لوستل »
سیاست وکه، داسی سیاست چی هم وطن وساتی هم د خدای پاک دین ته خدمت وکری. بی زایه لاپی او تشویق کار نه ورکوی.
عبدالرقیب تا خو د پاکستانیانو خبره کوی. د ملا محمد عمر مرحوم په وخت کی پاکستانی ملایان چی اصلی شیطانان وه راغله افغانستان او د مولوی وثیق چی د طالبانو د اسختباراتو مسول وغوشتل چی دا استخبارات تجسس دی دا اداره لیری کری په اسلام کی تجسس نشته. مولوی وثیق ورته وویل چی داسی دی نو په پاکستان کی دا اداره سه کوی؟ هغوی چوپ شول .دیر کوشش وکر چی وثیق و وژنی خو کامیاب نشول. رقیب خانه داسی معلومیزی چی یا د استخباراتو په اهمیت نه پوهیژی یا به پاکستانی یی.