افغانستانټکنالوژي

ګوګل د تېر حکومت رسمي ایمیلونه مؤقتي بند کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د ګوګل شرکت په مؤقت ډول د افغانستان د حکومت ایمیلونه بند کړي دي څو طالبان ورته لاسرسی پیدا نه کړي.

د ګوګل شرکت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې دوی دافغانستان وضعیت څاري او حاضره یې په مؤقت شکل د افغانستان حکومت مربوط رسمي ایمیلونه بند کړي دي څو دغه ایمیلونو څخه ناوړه استفاده ونشي.

رویټرز ته د اشرف غني د حکومت یو کارمند ویلي چې طالبانو ترې غوښتي چې د تېر حکومت ټول معلومات خوندي وساتي.

هغه زیاته کړې چې که دی دا معلومات خوندي کړي طالبان به د تېر حکومت ټولو ارتباطاتو ته لاسرسی پیدا کړي.

یاد کارمند دا څرګنده نه کړه چې دوی ولې د تېر حکومت ارتباطات له نوي حکومت څخه پټ ساتي.

د یادونې وړ دی چې د تېرو حکومت اکثریت وزارتونو او مستقلو ادارو د رسمي ایمیل د استفاده کولو لپاره د ګوګل سرورونو څخه استفاده کوله چې په دغه ماليې، تجارت او صنعت، لوړو زده کړو او کانونو وزارتونه هم شامل دي.

ځینو نورو وزارتونو لکه د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د مایکروسافټ کارپ د ایمیل خدمتونو څخه استفاده کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx