افغانستان

ترکیه: د کابل هوايي ډګر چارې داسې هم کیدای شي چې شخصي شرکت ته وسپارل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې که طالبان په افغانستان کې بهرنی نظامي حضور نه غواړي نو د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارې داسې هم کیدای شي چې یو شخصي امنیتي شرکت وسپارل شي.

مولود چاووش اوغلو د یو ترکي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې طالبان د هوايي ډګر څخه بهر کولای شي امنیت ټينګ کړي خو نړيواله ټولنه کابل هوايي ډګر کې باوري امنيتي جوړښت ته اړتيا لري.

ښاغلي اوغلو وویل چې ترکیه له قطر او امریکا سره د کابل د هوايي ډګر د بیا فعالولو په اړه کار کوي څو په کابل کې ایسار خلک وویستل شي او هم په کابل کې سفارتي چارې بیا پيل کړي.

د اوغلو په وینا حاضره هوايي میدان د الوتنو لپاره تیار دی، ځينې پروازونه هم ترسره شوي دي او ترکیې تخنیکي ټیم په هوايي ډګر کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

اوغلو وویل چې تجارتي پروازونه یواځې هغه مهال به کابل ته خپل پروازونه پيل کړي چې د امنیت په اړه یې تشویشونه رفع شي.

د یادونې وړ ده چې ترکیه یو له هغه هیوادونو څخه ده چې په کابل کې یې خپل سفارت نه دی بند کړی. ترکیې له طالبانو غوښتي وو چې د امنیت په شمول د کابل هوايي ډګر چارې دوی ته وسپارل شي خو طالبانو تاکید کړی چې دوی په افغانستان کې د هیڅ هیواد نظامي حضور نه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx