
شعـــــرونه
هزاره، تاجک، پښتون د دې وطن دي/ نومير
فدامحمد نومير
هزاره تاجيک پښتون د دې وطن دي
نه بيليږې واړه يو وجود او تن دي
که ترکمن، ايماق، بلوڅ او که عرب دي
مالکان د دې هيواد د دې صحن دي
پشه يي، ازبک، ګوجر که پاميريان دي
ټوله وړونه او اعضاء د يو بدن دي
خوشحالي، خفګان د ټولو سره يو دی
يو يې کور يو هديره په يو کفن دي
د خيښۍ خوښۍ اميل لري په غاړه
بې پوښتنې کور و کور ته په رفتن دي
غمازان ناولي هڅه د بيلتون کړي
بيلول کله د تار او د سوزن دي
چې نفاق انشقاق درز اچول غواړي
دښمنان ټول په زر ځل د کشتن دي
نور دې وليکي په دې باب کتابونه
څه چې وويل نومير بس د ګفتن دي
متحده ايالات ، کلفورنيا