جنرال رزاق خپل کور کی محاصره دی

نن ټکی اسیا(يكشنبه،زمري۵مه،۱۳۹۳ل): نن سهار اته بجې د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ کې ﺩ ﮐﻨﺪﻫﺎﺭ ﺍﻣﻨﯿﻪ ﻗﻮﻣﻨﺪﺍﻥ ﺟﻨﺮﺍﻝ ﺭﺍﺯﻕ ﭘر کور ﺍﻭ عسکري ﻗﻄﻌﯥ ﭘر ﻣﺮﮐﺰ پيل شوي ډله ييز بريدونه اوس هم روان دي.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې په برید کې ۴ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي چې تر یو نیم ساعت جګړې وروسته برید پای ته رسېدلی دی.

د رازق فامیلۍ په نوم په یادې سیمې د جنرال رازق د کور سره سره د سرحدي پولیسو د کیمسار جانان او نورو چارواکو کورونو دي.

دطالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې و ويلي، چې نوموړي ﺑﺮﯾﺪ کې دېرشو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

احمدي زياتوي، چې دی اوس سرتېرو بريدګرو سره په اړيکه کې دی او اوس هم سخته جګړه روانه ده.

د ښاغلي احمدي له قوله جنرال رازق هم په خپل کور کې بند دی، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نشته.

احمدي د خپلو ملګرو له قوله وايي، چې دوی له پخوا کره معلومات تر لاسه کړي و، چې جنرال رازق نن شپه خپل کور کې دی.

د یادونې وړ ده چې د کندهار د ریګستان ولسوالۍ کې پرون په یوه جګړه کې ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله خان د خپلو ۵ نورو ساتونکو سره ووژل شو.

امنیتي سرچېنې وايي چې دغه نښته د جنرال عبدالرازق او بسم الله خان د وسلوالو تر منځ شوې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم وایي چې برید دوی نه دی کړی بلکې د جنرال رازق او بسم الله خان تر منځ شوی.

11 تبصرې

  1. ای طالبانو تاسی او خپل خدای دا کومی جګړی چی دا اوس تاسی په څلوردیرش ولایاتو نو کی ددولتی عسکرو سره کوی دا دخدای لپاره دی دا جهاد دی له دوی وطن پاکوی دوی خو انګلسیان ندی بیا که تا ووژنی چیرته دی ستاقبر او چیرته دی دهغه قبر چی تا وژلی زه دا وایم تاسی او دولتیانو ته چی په خدای قسم داجنګ دی داجهاد ندی دا دوطن ساتنه نده داقبول کړی چی تاسی دواړه جنګی ډلی به جهنم ته ځی ځکه خدای (ج) په خپل پاک قران عظیم الشان کی داسی وایی کله چه دوی مسلمانی ډلی یو دبل په مقابل کی راپورته شی کوشش کوی چی یوبل ووژنی او دا به زه ووایم چی یو پر بل الله اکبر هم وایی او یو بل ووژنی دوی دواړه به جهنم ته ځی زه وایم په هغه خدای قسم چی تاسی او دا دولتیان به دخدای په حضور کی ددی ملت ځواب ورکوی ځکه تاسی دواړه له یوی چینی اوبه څښی او هره ورځ ملت په وینو کی لمبوی ستاسی ،اسراییلو، امریکایانو، او انګریزانو، څه فرق دی هغوی هم تیری کوی تهاجم کوی او خلک بی ګناه وژنی او تاسی داوړه ډلی هم یو بل وژنی اوهم نور عوام ملت وژنی داستاسی باتوری او ملت ساتنه ده ای افغان او پاکستانی احمقو وسلوالو ډل زه تاسی ته په خدای قسم درکوم چی پدی جنګ که هیچا ته هم بری نشته را واړوی خپلی وسلی پرداسی چاچی تاسی ټولو ستاسسی پلارونه ،نیکونه ،تاریخ ، فرهنګ ،مذهب ، اونور ټول وژنی دا ورور وژنه بس کړی دخدای په خاطر هغه چی تاسی ټول وژنی هغه دادی (واشننګتنیان + لندنیان +تهرانیان +پنجابیان +ستاسی خپل جهل اوغولیدن +دافغانستان دګوتو په شما جنګسالاران ) دا وپیژنی ددی وطن دپښتنو نه به فلسطینیان جوړ کړی ستاسی دوو ډلو به واسط دخدای په خاطر مه کوی نور داجنګ پریږدی

  2. وصال صیب تاسو د عسکرو نسبت دولت ته کوی

    کوم دولت

    هغه چې اشغالګرانو نصب کړی ده

    نو پس تاسو هم د اشغالګرانو پلوی یی البته د منافق په جامه کی

    خدایه د همدی روژی په برکت جنایتکار رزاق مجاهدینو ته ژوندی په لاس ورکړې تر څو یی د خپلو شومو اعمالو په جزا ورسیی

  3. قاري سعيدخوستئ

    وصاله : ستاخو لاهم ستركي پٹي دي او داسي انكيري چي يو بي طرفه كس يي خو په حقيقت كي دنفاق او كفر اڑخ يي
    داچي ته وايي تاسي دواڑه ديوي چيني اوبه چشئ نو دا ستا په كمال حماقت دليل دى
    دخداي احمقه دروزانه چي موژ دانكريزانو په سرونو لوبي كوؤ وژنو يي تيشتي ته مو آڑ كڑل په دي ڑوند يي ؟
    تا به هم شايدپه خپله سيمه كي مجاهدين لري اودولني آوباشان به هم پيژني تا اوخداي دواڑه سره پرتله كڑه اوقضاوت وكڑه
    نن دجهاد او هجرت شهادت مرحلي هغه خلك طى كوي چي په سيمه كي په ديانت ديندارى نيكو اخلاقو شهرت لري خوبالمقابل ستاسي دولتي اجيران چرسيان شرابيان زانيان لوطيان غله داڑه ماران لاروهونكي بي ناموسان دي

  4. وصال صيب : خپله نظربيرته واخله ،يابه منافق يې يابه دامريکايانوتنخواخوريې يابه خطاسوې يې چې خپل پټ باطل نظردرڅخه ښکاره سوی دی اودالله تعالٰی جل جلاله اياتونه په غلطه ترجمه مه اړوه په پاکې ډلې يې مه تطبيقوه مهربانی وکړه په داروزه مبارکه کې دی ځان ددوزخ مستحق وګرځوی

  5. دغه ګیدړان دغه زمری نشي واژلی. ده به خدا وژنې. طالبان دی خپل وقت نه ضایع کاوی.په درناوی

  6. dont say lie.genral raziq is man of the time,he is strong. WE BELIVE GENRAL RAZIQ IS NUMBER ONE DEFENDANCE OF AFGHANISTAN,THIS PAKISTANI AGENT ISI DAL CHPATI WALA CAN NOT SURRUND HIM

  7. وارہ سعیدصاحب اوغوربندہ صاحب دواڑوتہ جزاکلا جزاکلا جزاکلا وایم ستاسی پرخولہ دہ برکت اودہ الله ج ج رحمت وی دا
    منا فق ثم ڈیر شہ جواب ورکو ولی دی نہ ونی سی ۱۶کالہ کیژی جھادجھادجھاد روان دہ دی ڑوندہ نی ونی الله ج ج دہ دسی منافقان درواغجن ورکی امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین

  8. الجاج استاذ بیانزی

    عبدالکریم وروره په لیکنو یا تبصرو کی د اسلامی اصطلاحاتو په ځانګړی دول د الله ج په نوم کی کمی زیاتی کول کبیره ګناه ده ، د مثال په دول تاسی په پورتنی تبصره کی دری ځله د الله ج نوم نیمګړی لیکلی

    د (( جزا کلا جزاکلا جزا کلا )) په ځای باید [[ چزاک الله جزا کالله چزا کا الله ]] ولیکل شی

    بله تصحیح :

    ډ امین ثم یارب العلمین په ځای ( امین ثم امین امنی ثم امین او ….. ) ولیکل شی ګناه نه ده مګر ناسمه معنی جوړوی

    د رازق ( هلکو ) په اړه :
    د رازق او بسم الله جنګ د غنی او عطا جنګ ته ورته جنګ دی دی ډول جنګو ته به زه د فارسی په دوه متلو بسنه وکړم او هغه دا چه : ( جنګ سګها خیر فقیران است ) او ( سګ برادر شغال است )

    دوی د مادیاتو او مقامو د پاره خپله خاوره ، خلک ، خپلواکی ، ناموس او ځانونه وپلورل اوس د هماغه مادیاتو او مقامو دپاره خپلو کی سره غوښه او چاړه شوی ، طالبانو ته یی اړه نشته دوی د ځپلو ځانو د محوه کولو دپاره همدوی خپلو کی بسنه کوی که طالبان یی محوه کړی یو ډول برات به ځانته ورکوی چه طالبان دهشت ګر او د وطن دشمنان وو ، پاکستان، ایران او روسانو ورسره مرسته کوله او داسی نور افوهات . مګر خپلو کی چه یو بل له منځه وړی هیڅ توچیه ورته نه لری بی له دی چه دمادیاتو او مقاماتو د تر لاسه کولو د پاره یی یو بل له منځه یووړل

  9. د انګریزانو ### او غلام راز محمد د غلام هلکو رازق ملاتړ کوی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
    احتیاط کوی چه استخباراتو ته مو نوم ورنکړی ، وایی [[ دروغ مه وایاست ، یعنی رازق محاصره شوی نه دی . هغه زمری دی هغه د هیواد درجه یک مدافع دی بسم الله ( د پاکستان د دال او چپاتی والا اجنت ) یی نشی لاندی کولی یا نه شی تسلیمولی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

    د انګریزانو ##### راز محمد ( یاسین کاموال ) د موږک په شان نن ټکی اسیا سپیڅلی پاڼه کوم سوری کی پټ شوی وخت ناوخت راوځی او خپل جراثیم شیندی الله ج دی ورباندی کوم طالب برابر کړی چه کلمی یی د نجیب په شان د هوا مرغان او د زمکی لیوان یا د اوبو ماهیان وخوری ، مګر په دی ډاریږم چه هغه مرغان ، لیوان او ماهیان دده د جراثیمو له امله ستونزمن نه شی .

    یاسینی کاموال هلکو ، زیری درکوم چه ستاسی د بادار د روسانو په شان ملا ماته شوی ، غریب او ناهیلی شوی نور د جنګ نه دی د زمکی جنګ یی بایللی یواځی الوتکو باندی زمونږ مظلوم اولس وژنی که الله ج رحم وکړو او طالبانو ته له کوم اړخه سټینګر ورسیږی او یا یی خبله جوړ کړی بیا تاسی ګوری چه د ( راځ مامد او یاسینی ) کامه والو ناولتیا به په لینګو بهیږی له بادارانو به دوی مخکی منډی وهی او لا به یی برخه لیک د نجیب ګاو په شان جوړیږی مننه

  10. الحاج استادصاحب معزرت غواڑم شایدلہ مانہ بہ غلتی سویوی لہ الله ج سہ معفی غواڑ۔ اوتاڈیرشہ وکوسی وماتہ دہ معلومات راکو ستا ڈیرہ مننہ موژامیان خلق یو معلومات راتہ نستہ

  11. محمد جمال

    زه يوازي يوه فوشتنه لرم او هغه داجي طالبان له كومه زايه سمباليزي سوك وسلي وركوي او ترشايي سوك ولاردي؟ اوله تولو مهمه داجي د طالبانو دا موجوده جكره د جا فه كته او د جا فه نقصان او بربادي تماميزي؟ دلته د طالب او د دولت فه جكره كي سوك مري سوك تباه كيزي د جا كورونه ورانيزي د جاعزتونه تالا كيزي؟ كته او تاوان د جادي؟؟
    كه سوك وايي طالبان فه هغو وسلو جنكيزي جي له دوشمن سخه يي غنيمت كريوي… خو زما فوشتنه داده جي د شوريانو د اشغال فه مهال هم دا ويل كيزي جي مجاهدين له روسانو سخه فه نيول شويو وسلو له هغوي سره جنكيزي خو حقيقت داسي نه ول.. هغه د خداي بخشلي غفار خان خبره وه جي ويل به يي : دا د روس او امريكا جنك دي
    طلب دي يوازي داخبره سفينه كري جي هغه له كومه زايه سبماليزي سوك يي تمويلوي او طالب ته سوك زيكنال وركوي؟؟؟ اوس سوك هم د جا فه ستركو كي خاوري نشي اجولي او نه داحقائق فتولي شي….طالب بايد زان وفيزني او خبل مسير او تك لاره وفيزني او خفل مستقبل وفيزني… طالب فرون له فاكستان سخه تربيه كيده فاكستان وسلي وركولي فاكستان فومانده وركوله او نن هم د طالب ترشاه فاكستان ولاردي فاكستان يي تقويه كوي.. طالبانو ته لازمه ده جي اسلامي امارت فه فاكستان كي وروستي سفير او دنري له تولو ستر قهرمان جناب عبد السلام ضعيف هغه كتاب ضرور ولولي جي د ” كونتانامو انزور” ترعنوان لاندي جاف سوي دي نو دوي ته به ايله د فاكستان فاشيت اومنافقت روشان شي…بيادي طالب فيصله او فريكره وكري جي دفاكستان ملتيا به هغه ته سه كته ورورسوي.. فرون يي امريكايانو ته جوندي فه لاس وركري وي فرون ستافر فر اسلامي امارت د فاكستان له حريم سخه امريكائيانو بريدونه فيل كريول او د فاكستان له لاري ستا اسلامي امارت دري وري شو فرون يي فر امريكائيانو جوندي خرس كري نو فه والله جي صبا دي بيا هغه انجام ته رسوي بيا دي فرهمدي امرييكائيانو خرسوي… طالبه خداي وفيزنه زان وفيزنه فه دي اسلام وزنه ستا دنيا تباه كيزي او قيامت دي له كواشونو سره مخ كوي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.