نظــر

د بیرغ اړوند!‎‎

محمد آصف آزاد

هیله ده په حوصله ولوستل شي!
که څه هم د ځینو په اند له دې وړاندې په لومړیتوب کې نور موضوعات هم شته؛ خو د رسنیو په دې دور کې چې همدا موضوع اوس را پورته شوې، غواړو موږ هم خپل نظر په دې لیکنه کې څرګند او لوستونکو سره شریک کړو.

په کلمه طیبه ښکلي شوي سپین بیرغ په مقابل کې د دری رنګه، تور، سور او زرغون بیرغ پلويان غواړي چې همدا دری رنګه بیرغ دې د نوي اسلامي نظام په جوړېدو د حکومت لخوا هم د ملي بیرغ په توګه په رسمیت وپېژندل شي؛ خو دا چې د دغه بیرغ پلویان د خپلې دغې غوښتنې لپاره کوم دلایل وړاندې کوي، او دا دلایل څومره پر ځای او منطقي دي، اړوند یې خپل نظر دلته لیکم.

لومړی دا چې، دوی وایي دا دری رنګه بیرغ ډېره موده په دوامداره بڼه د هېواد د رسمي بیرغ په توګه پاتې شوی او بدلون یې نه دی کړی. دا خبره سمه نه ده. بلکې حقیقت دا دی چې په ځلونو بدل شوی او آن په دې وروستۍ سلیزه کې نهه ځله بدل شوی را بدل شوی دی. کله لیږ او کله د زیات بدلون سره او کله یو مخ متفاوت او نوی بیرغ.

د افغانستان په تاریخ کې لسګونو ځله بیرغ ادلون بدلون کړی. د امان الله خان له دورې وړاندې او بیا د ده په دوره کې او هم د آزادۍ اخیستلو په وخت کې تور رنګه بیرغ و، خو له ازادۍ اخیستلو څو کاله وروسته یې په ۱۳۰۷ ل کال دری رنګه بیرغ، تور، سور او زرغون تصویب کړی. خو د اوسني دری رنګه بیرغ سره یې توپیر په نښان کې و. له امان الله خان وروسته د نادر خان د بیرغ رنګ هماغه، خو نښان یې بدل کړ. او ظاهر شاه خان همدا د نادر خان ببرغ په ځای وساته. د داود خان د بیرغ رنګ هم دری رنګه و، خو د نښان د بدلون تر څنګ یې د زرغون رنګ زیات کړ نسبت تور او سور رنګ ته. نور محمد ترکي بیرغ بدل کړ او یوازې سور رنګ یې پرېښود او هم یې نښان ورته بدل کړ. همدا بیرغ حفیظ الله امین هم وساته. خو ببرک کارمل بېرته په دری رنګه تور، سور او زرغون بدل کړ او هم یې ورته نښان بدل کړ. د ډاکټر نجیب الله د دورې بیرغ هم همدا د کارمل د دورې بیرغ و، خو په نښان کې یې یو څه بدلون راوست. د برهان الدین رباني دورو کې بیرغ زرغون، سپین او تور ته واوښت، زرغون رنګ کې “الله اکبر” او منځیني سپین رنګ کې کلمه طیبه “لا اله الا الله محمد رسول الله” لیکل شوي و. د اسلامي امارت په حاکمیت کې بیرغ په کلمه دار سپین بیرغ بدل شو. خو کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، دلته یې نوی حکومت تحمیل کړ، سپین کلمه دار بیرغ یې بدل کړ. دری رنګه تور، سور او زرغون ته واوښت، خو د نورو دېته ورته دری رنګه بیرغونو سره یې توپیر بیا هم په نښان کې و.
دا په شاوخوا وروستۍ یوه سلیزه کې د بیرغ ادلون بدلون دی، چې ومو لیدل چې دا دری رنګه بیرغ د دې هېواد په ټولو دورو کې په دوامداره بڼه رسمي بیرغ نه دی پاتې شوی بلکې مختلفو وختونو کې تغییر شوی.

ځینې کسان له انګرېزانو څخه د آزادۍ اخیستلو موضوع سره د دری رنګه بیرغ د تړاو پیدا کولو هڅه کوي؛ چې دا هم سمه نه ده. افغانستان په ۱۲۹۸ل کال کې آزادي اخیستې، خو دا دری رنګه بیرغ په ۱۳۰۷ل کال کې د هغه وخت جوړې شوې لویې جرګې لخوا تصویب شوی.

دوی یوه بله خبره هم کوي؛ دوی وایي چې دری رنګه بیرغ د حکومت نه، بلکې د ملت بیرغ دی، او د حکومتونو په تغییر باید بدل نشي!

دوی په دې خبره غواړي چې دری رنګه بیرغ سره د ملت رشته قوي وښیي!
راځئ وګورو چې د کوم بیرغ تر چتر لاندې دا د ګڼو ملیتونو ملت متحد او یو موټی پاتې شوی؟!
په همدې شل کلنه دوره کې چې پر ارګ همدا دری رنګه بیرغ رپاند و؛ ایا دا ملت تر بل هر وخت دې دوره کې ډېر وېشلی، پراګنده او په خپلمنځي اختلافاتو کې ښکېل نه و؟! د همدې بیرغ تر چتر لاندې حکومت او ځواکونو یې د دې ملت د غلام ګرځولو په خونړۍ هڅه کې نه و؟!
که دری رنګه بیرغ د ملت بیرغ دی؛ راځئ دېته هم پام وکړو چې د دې دری رنګه بیرغ لاندې حکومت او ملیشو یې دې شل کاله کې دې ملت ته څه ډالۍ کړل؟! کوم ارزښتونه یې ترې واخیستل او څه یې پرې وتپل؟! د دې بیرغ تر چتر لاندې دې ملت سره څه او څه وشول؟! دې بیرغ تر چتر لاندې دا ملت څومره وزورېد؟! هغه عسکر چې پر مټ یې همدا دری رنګه بیرغ سرېښ و، د دې ملت د درنو او باعزته کورونو ته له پردیو یرغلګرو سره ننوتل. د دې دری رنګه بیرغ تر چتر لاندې شل کلن حکومت چې دا ملت څومره زورولی، څومره یې ورته ارزښتونه سپک کړي، څومره چې دې درانه او محترم ملت ته په سپکه کتل شوي؛ بل هیڅ دور یې بېلګه نشي لرلی.
دلته باید دا خبره وکړم چې، اصلاً ستونزه د بیرغ په رنګونو کې نه ده او نه یې د دې دری رنګه بیرغ د رنګونو په معنا کې ده؛ بلکې درد دا دی چې دا اوږده موده دا بیرغ د ډېرو بدو او خونړیو موخو لپاره وکارول شو. اوس یې هم لیدل هماغه توره دوره، د ظلم او وحشت دوره، د بمبار او چاپو دوره د ارزښتونو او مقدساتو د سپکولو دوره سړي ته وریادوي.

خو په مقابل یې د همدې سپین بیرغ تر چتر لاندې د دې ملت ارزښتونه خوندي شوي، ارضي تمامیت یې خوندي شوی، آزادي ورته ګټل شوې. همدا نن چې موږ د افغانستان د نوي آزادۍ اخیستلو په خوشالۍ کې یو، د همدې سپین بیرغ تر چتر لاندې ورته مبارزه شوې. دا به څنګه منصفانه وي چې هغه بیرغ چې تر چتر لاندې یې آزادۍ لپاره مبارزه وشوه، قربانۍ ورکړل شوې او بلاخره مبارزه بریالۍ او ازادي ترلاسه شوه، خو د مبارزې د بریا پر وخت دې دا بیرغ ښکته او پر ځای دې یې هغه بیرغ چې د همدې آزادۍ پالو سره یې جګړه کوله، ځای ونیسي.
همدا سپین کلمه دار بیرغ و چې هم یې په اول پاڅون سره دا ملت له اختلافاتو، هېواد له تجزیې او ملوک الطوایفی وژغوره او هم یې نن دا ملت له اختلافاتو او نفاق څخه وژغوره او ملت یې بېرته له یوه سره تر بله په یووالي او وحدت را ټول کړ.
همدا سپین بیرغ د افغانستان په دې وروستیو نیږدې شپږو لسیزو کې هغه بیرغ دی چې تر نورو ټولو حکومتونو یې د افغانستان په زیاته برخه واکمني کړې. همدا نن، موږ او تاسې د دې شاهدان یاستو چې د افغانستان په دې وروستۍ نیمې پېړۍ زیاته موده کې یې اول ځل دی چې په درست افغانستان یې حاکمیت موندلی (پنجشېر کوچنۍ سیمه به هم ان شاءالله د جنایتکارو له منګولو خلاصیږي) او افغانستان یې متحد او یو موټی وساته. تر ټولو بیرغونو ډېر د همدې بیرغ لپاره ملت قرباني ورکړې. او تر نورو ټولو ډېر همدې بیرغ د واکمنۍ دوره کې د دې ملت ارزښتونه خوندي پاتې شوي.
د اشغال په مقابل کې د آزادۍ لپاره مبارزه ملتونه کوي؛ اوس چې د افغانستان مسلمان ملت د امریکا په مشرۍ د نړیوالو اشروالو یرغلګرو په وړاندې د آزادۍ جګړه وکړه او هېواد مو لله الحمد آزادي ترلاسه کړه؛ ملت د کوم بیرغ لاندې د آزادۍ جګړه رهبري کړه؟! او برعکس کوم بیرغ د اشغالګرو ملګرو په ځان تومبلی و؟!

ځینې ملګري متاسفانه د خپلو احساساتو تر آغېز دومره لاندې شي، چې بیا یې قضاوت د انصاف او عدالت له دایرې وځي.
دوی یوازې خپلو احساساتو ته ګوري، او غواړي چې یوازې دې د همده د احساساتو سره سم هر څه برابر شي. نور که حق د نورو وي هم، دا ورته باک نلري.
مثلاً، که همدا زه د دری رنګه بیرغ طرفدار یم، یوازې خپلو احساساتو ته اولیت ورکړم، او مقابل کې یې هغه لویې قربانۍ له نظر وغورځوم چې دا شل کاله بیخي بې سارې او تاریخسازې قربانۍ ورکړل شوي؛ آیا دا به منصفانه قضاوت وي؟!
یوازې زما دا احساست به ارزښت ولري، او که هغه ورکړل شوې قربانۍ؟!
راځۍ ووایو چې زما احساسات ډېر وزندار دي، او که د سپین بیرغ د رپاند کېدو په هیله نذرانه شوي سرونه؟! استغفرالله!
نور به ټول پرېږدو؛ دوی دې یوازې د استشـــ.ــها د یانو وصیتونه وګوري چې کوم بیرغ یې لوړ نیولی؟! په کوم بیرغ قربان شوي؟! د کوم بیرغ رپاند کېدل یې هیله وه؟!
د دومره لویو، تاریخسازو او بې سارو قربانیو باوجود څنګه دا تصور کېدلی شي چې دا بیرغ دې ښکته کیږي؟!

زه چې دا ورځې رسنیو کې د دری رنګه بیرغ کوم پلویان وینم، یوه برخه یې _آن ډېره برخه یې_ د کمونستي دورو واکمنو طرفداران دي، له دوی به وپوښتم چې ستاسو د اتلانو ترکي او امین کوم بیرغ و؟! دا دری رنګه بیرغ یې یوازې په سره کمونستي بیرغ نه و بدل کړی؟!

د دری رنګه بیرغ پلویانو! خفه کېږئ به نه؛ ووایاست چې د دری رنګه بیرغ د واکمنۍ پر مهال مو له سپین بیرغ سره چلند څه؟! که به مو له چا سره ولید، پر وړاندې یې د دری رنګه بیرغ حکومتیانو غبرګون څه و؟! که به مو کوم ځای کې رپاند ولید، څه ورسره کېدل؟! آن د قطر دفتر مو د همدې سپین کلمه دار بیرغ د ښکته کولو په موخه ونه تړه؟! دا د سپین په کلمه طیبه ښکلي شوي بیرغ په وړاندې د امریکا لخوا د تپل شوي رژیم د لومړی درجه کس دومره ګستاخانه برخورد و، چې د دې بیرغ د رپاند کېدلو له امله یې هېواد ته د سولې او آزادۍ را وستلو د هڅو لپاره جوړ شوي دفتر د تړلو باعث شو.
نو په مقابل کې تر دې لا ښه څه کېدای شي چې دا دری رنګه بیرغ په عزت ښکته او پر ځای یې سپین کلمه دار بیرغ رپاند شي؟! هغه بیرغ چې تر چتر لاندې مبارزې له برکته یې موږ یو ځل بیا د ازادۍ، یووالي او عزت خاوندان شوو.

سپین په کلمه طیبه ښکلی شوی بیرغ مو تېر زرین او له ویاړه ډکې ماضي سره وصلوي، د یووالي او وحدت فکر او الهام راکوي؛ خو په مقابل کې یې نور رنګه رنګ ببرغونه مو واړه او محدودوي…

دا بیرغ دې تل رپاند وي او پر وړاندې یې د نړۍ ټول بیرغونه ښکته شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalilullah qateelzo

راځئ وګورو چې د کوم بیرغ تر چتر لاندې دا د ګڼو ملیتونو ملت متحد او یو موټی پاتې شوی؟!
که د کوم رپي تر چتر لاندې دا د ګڼو قومونو ملت متحد او یو موټی پاتې شوی؟!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx