ټولنیزه برخه

زرپارې «۴۶ مه برخه»/ د خبرو انداز

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن:احمد ګل ريان

د خبرو انداز:
د کوفې خلکو مأمون ته د خپل والي شکايت وکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې بدل يې کړي.
مأمون په حيرانۍ وويل: زه پوهيږم چې زما په والي صاحبانو کې تر دې سړي زيات عادل او زيات صادق هيڅوک نشته.

يو سړي وويل: اميرالمؤمنين! که زموږ والي رښتيا هم داسې سړی وي، نو ته بايد د ټول هيواد له خلکو سره انصاف وکړې او د څه وخت لپاره هر ښار ترې مستفيد کړې، که داسې وکړې نو بيا هم د کوفې په برخه تر درې کلونو زيات نه رسيږي.

مأمون په دې خبره وخندل او د کوفې حاکم يې بدل کړ.

يو سړی له مأمون سره په لاره کې مخامخ شو او ورته ويې ويل:

زه عرب يم.

مأمون ځواب ورکړ: دا کومه د حيرانتيا وړ خبره نه ده.

– غواړم حج ته لاړ شم.
– لاره مو چا نه ده نيولې، ورځه!
– پيسې نه لرم.
– نو بيا خو حج درباندې فرض نه دی.
– فتوا نه درنه غواړم، هديه غواړم.
مأمون يې په خبره وخندل او نقدي مرسته يې ورسره وکړه. (پورتنۍ حواله ص: ۱۶۱ او ۱۶۲)
———————————–
د نبي عليه السلام د هجرت لاره
له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته د هجرت په مهال چې نبي عليه السلام په کومه لاره تللی و، هغه لاره له دې سيمو تيريږي: خرار، ثنية المَرَة، لَقف، مُدْلَجَةُ، مِجاج، مرجح مجاج، بطن مرجح، بَطْنُ ذَاتِ کَشُد، الحدائد، الاذاخر، بَطْنُ ريغ (دلته نبي عليه السلام د ماښام لمونځ اداء کړ)، ذو سلم، مُدْلَحَةَ، العثانية، بَطْنُ القاحة، العَرج، الجدوات، الغابر، رَکُوبَة، بَطْنُ العقيق، الجثجاثة، الطبی، العُصبَة (قبا ته نژدې د تورو تيږو لرونکې زمکې نوم و) (طبقاتِ ابن سعد رحمه الله ج: ۱ ص: ۲۱۹، لَجنة نشر الثقافة الاسلامية القاهره ۱۳۵۸ هـ ق)
———————————-
بس نو کله د خلکو بې عدالتي سړی سياست ته ورکش کړي، ګنې دا زرپارې راټولول ډير ښه کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx