ټولنیزه برخه

د کامیاب مدیریت لارې او اصول

عزام حقاني

‏د نظامونو بقاء او پایښت خپله د هغه نظام د چارواکو په لاس کې دی.

که هر نظام وغواړي چې د ډېر وخت لپاره په یوه جامعه حکومت وکړي؛ نو باید د هغه ملت عقیدې، ارادې، نظر، فرهنګ او رسم و رواج ته درناوی وکړي.

د ملت او ځانونو تر مینځ دې دظالمو حکامو لخوا جوړ شوي د بېلوالي دېوالونه ړنګ کړي.

د ولس د غږ اورېدنې لپاره دې سهولتونه را مینځته کړي، څو یې د مسؤولیت په ساحه کې د چا حق ضایع نه شي او یا هم پر چا ظلم ونه شي.

د رعیت د حقوقو د تأمین، عدالت پلې کولو او د ظلم د مخنېوي په موخه دې خپل چارواکي وخت نا وخت استفسار او استجواب کړي.

مکافات او مجازات باید موجود وي.
د عدل او انصاف مزي دې محکم کړي.

د ملت د افرادو حقوق، وجایب او امتیازات دې د مسلط قانون د احکامو او غوښتنو مطابق په عمل کې انجام او تنظیم کړي.

د حکومت کولو چارې دې اهل کسانو ته وسپاري، چې با تقوا او د نظام مقاصدو ته وفاداره وي.

واکمن چارواکې دې ځانونه د ولس خادمان تعبیر او جوړ کړي، نه د خلکو باداران.

د حکومت هیڅ مأمور دې ځان تر قانون لوړ نه گڼي، بلکې د قانون حکمونو ته دې تر بل هر چا حکومتي افراد مطیع او غاړه اېښودونکي شي.

ځانونه دې تر نقد او ملامتیا اوچت نه ګڼي، اجازه دې ورکړي چې خلک د دوی پر خراب کړنو انتقاد وکړي، څو دوی یې په راتلونکې کې له بیا ځلې تکرار او بالاخره انحراف څخه خوندي شي.

واکمن دې ځان د ولس چوپان او شپون جوړ کړي، شپون هرګز د خپلې رمې لپاره ضرر او تکلیف نه غواړي.

حکومت دې د خلکو د عقیدو، سرونو، مالونو، عزتونو او د شرف حفظ او ساتل د ځان اساسي دنده وګرځوي.

ټول کوښښ یې باید د خپل رعیت لپاره د هوسا، باامنه، ښېرازه او باعزته ژوند کولو لپاره وي.

ځانونه دې د ولس په وړاندې مسؤول جوړ کړي.

هر لوی او وړوکی چارواکی باید دا احساس وکړي چې مسؤولیت امتیاز نه بلکې امتحان دی، چې سبا به یې نتایج اعلانېږي.

د اصلاح او جوړونې پروګرام باید له هر چا وړاندې له خپلو ځانونو پیل کړي، که د ولس حاکمان اصلاح او جوړ وي؛ رعیت به یې خامخا اصلاح وي، ځکه خلک د خپلو واکمنانو په دین او عقیده وي.

نتېجه: د حاکم ټوله هڅه باید د خپل رعیت خیر خواهي، په دنیا او اخرت کې کامیاب او هوسا ژوند کول وي.

د یو باثباته او محکم اسلامي نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x