شعـــــرونه

ښکیلاک مات دی/ زهاد

تپاند زهاد

امن فتح هرې خوا ده ښکیلاک مات دی
د ولس په خوله مسکا ده ښکیلاک مات دی

توتکۍ به د سپرلي غیږه کي ناڅي
اذادۍ هم په خندا ده ښکیلاک مات دی

بیا طالب د یویشتم قرن اتل شو
بیا فاتح اریانا ده ښکیلاک مات دی

د سپېدو څرک به تورتم وي حذف کړی
څرک د امن او رڼا ده ښکیلاک مات دی

سپین مرغان به زمزمې د امن وایي
سپین کوتره په نڅا ده ښکیلاک مات دی

لمر د امن به پوښلي ټول هیواد وې
د سپرلي خوږه هوا ده ښکیلاک مات دی

زه تپاند زُهاد سپین شال ورته ډالۍ کړم
د حُریت ناوي پخلا ده ښکلیلاک مات دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x