روغتیا

افغانستان کرونا: تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۱۰ کسان په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې لا هم د کرونا پېښې شتون لري او دغه ناروغي په یوه نه یوه ډول د خلکو ترمنځ خپریږي.

د عامې روغتیا وزارت له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې افغانستان کې د کرونا ۱۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷ کسان له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ ۱۵۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۹ کسان مړه شوي دي.

تر دې مهاله په هېواد کې د کووید-۱۹ ناروغۍ ټولې شاوخوا ۱۵۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له جملې یې ۷۱۴۴  ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۹ اګست پورې نږدې ۲ ملیونه کسانو ته د کرونا واکسین تطببیق شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ سره سم د هېواد وضعیت او د وزارتونو چارې اغیزمنې شوې او د کرونا معایناتو سربېره یې د واکسینو په تطبیق هم منفي اغیز وکړ.

د افغان جاپان روغتون او په هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان پخواني یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته ویلي چې د کرونا واکسینو بهیر که څه هم روان دی، خو د پخوا په پرتله یې په تطبیق کې کموالی لیدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

الله پاک د ښه کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx