نظــر

ازادي ھم خپل محدودیتونه لري!

حفیظ الدین پیرزادہ

مظاھرې دې وشي خو د قانون په حدودو کې!

د مرحوم خالص بابا خبرہ په لږ‎ توپیر: امارت کابل ته ازادي ورکوله خو لکه چې ترې ډیر آزاد شو!

د دې بې بندوبارہ ازادیو چې ھیڅ قانوني او شرعي صبغه نه لري، مخه که ھمدا اوس په حکمت او د وضعي قوانینو په رڼا کې و نه نیول شي نو لرې نه دہ چې له دې مظاھرو څخه ھم د پنجشیر د اوباشانو د شھید اونۍ جوړ‎ہ شي!

په اسلام کې فرد ډیر محترم او د پورہ ازادۍ خاوند دی خو د یوہ فرد یا افرادو ازادي ھغه مھال محدودیږ‎ي چې د ټولنې له گټو سرہ په ټکر کې واقع شي!

ھمدا اصول په غربي ټولنو کې ھم دي. مظاھرہ د ھر فرد مدني حق دی. خو ان غربي ټولنو مظاھرو ته قوانین وضع کړ‎ي چې مظاھرہ کوونکي د ھماغو قوانینو پر مراعتولو خپل مدني اعتراضیه حرکت پر مخ وړ‎ي؛ دا قوانین په مختلفو غربي ټولنو کې له یو بل سرہ توپیر لري خو په ټوله کې ځینې قوانین چې د ټولو تر منځ مشترک دي، په لاندې ډول دي:

۱- د سیمې پولیس یا کومې بلې رسمي مرجع ته چې قانون ښودلي وي، د مظاھرې په اړ‎ہ اطلاع ورکول؛

۲- د مظاھرې وخت، تاریخ، ځای او موخه بیانول؛ د مظاھرې ځای ډیری وخت د رسمي مراجعو لخوا ټاکل کیږ‎ي؛

۳- د مظاھرې د منتظمینو افرادو یا ټولنو مکمل مالومات ذیربطه مراجعو ته سپارل. په منتظمینو کې باید داسې څوک نه وي چې جرمي ریکارډ ولري;

۴- مظاھرہ به په داسې توگه تنظیمیږ‎ي چې د خلکو د ژوند روزمرہ چارې ترې متضررې نه شي؛

۵- د مظاھرې منتظمین مسؤلیت لري چې د مظاھرې کنترول په داسې توگه وکړ‎ي چې د مظاھرہ کونکیو لخوا ولسي یا دولتي شتمنۍ ته زیان و نه رسیږ‎ي.

۶- ھیڅوک حق نه لري په مظاھرو کې داسې شعارونه ورکړ‎ي چې ھغه د ملي ارږ‎ښتونو او گټو سرہ په ټکر کې وي، غیر اخلاقي وي او یا ھم د نظام د تضعیف لامل گرځي؛ مظاھرې په حقیقت کې داسې مدني حرکتونه دي چې پر مټ یې یې افراد یا ټولنې پر حکومت یا دولت د څه منلو یا ردولو په اړ‎ہ فشار واردوي.

دا او دې ته ورته نور شرائط او قوانین دولتونه وضع کوي تر څو د مظاھرو او بغاوت/سِول نافرماني تر منځ توپیر وشي؛ مظاھرې د ټولنو د ټولو پوړ‎ونو مسلم حق دی او بغاوت یا قانون تر پښو لاندې کول جرم دی!

په ټولو متمدنو ولسونو کې د مظاھرې تنظیمونکي د پورته قوانینو په مراعت کولو سرہ له مربوطه دولتي ارگانونو څخه د مظاھرې اجازہ اخلي!

حکومتونه ھم د تسھیلاتو په برابرولو د مظاھرې اجازہ ورکوي خو په ځینو حالاتو کې حکومتونه حق لري چې د ټولنې د افرادو دا حق وځنډوي او یې مطلق رد کړ‎ي، د بیلگې په توگه:

۱- د طوفان، سیلاب، زلزلې او نورو طبیعي افاتو پر مھال؛

۲- د وبا یا بلې ساري ناروغۍ د احتمالي خپریدا پر وخت؛

۳- د جگړ‎ې یا اضطراري حالاتو پر مھال؛

۴- د امنیتي ستونزو یا تھدیداتو پر وخت؛

۵- له حکومت سرہ د امکاناتو د نه شتون پر مھال؛

۶- د معتبرو بھرنیو میلمنو د راتگ یا موجودیت پر وخت:

او نور…….

نتیجه:
اوسنۍ مظاھرې د ماشوم مسعود، یا لنډہ غر سالې نوښت نه دی بلکې د اما ر ت په ضد د بھرنیو استخباراتو کار دی!
اما ر ت ته پکار دي چې د مظاھرو لپارہ د کورنیو چارو وزارت یا کوم بل ارگان وگماري چې د مظاھرو د تامین، تسھیل او تنظیم لپارہ ھمداسې یوہ لایحه جوړ‎ہ کړ‎ي!

ھیڅوک حق و نلري چې بې اجازې مظاھرہ وکړ‎ي او افغان دولت حالاتو او شرایطو ته پر کتلو د مظاھرې د اجازې ورکولو یا مستردولو مجاز و اوسي!

غرب ھم ھمداسې کوي او کله کله خو د مظاھرو د ځپلو لپارہ له زور څخه ھم کار اخلي!

که افغان دولت ھم د خپلسرو مظاھرو او ھغو مظاھرو چې د نورو ھیوادونو د استخباراتي کړ‎یو په اشارہ تنظمیږ‎ي ، د ځپلو لپارہ
له زور څخه کار واخلي، نو دا یې خپله کورنۍ مسئله دہ چې بل ھیڅ ھیواد پکې د لاسوھنې حق نه لري!
______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۷/ ۲۰۲۱ م
لندن

نوټ:
دا لیکنه له تکړ‎ہ سیاسي څیړ‎ونکي ښاغلي میر عنایت الله آشفته سرہ د اوږ‎دہ بحث په سیوري کې لیکل شوې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

ددوی چه دملی امنیت مشر ملا وی نو توقع نه ځینی کیږی.

محمد صالح

دلته د ملي امنیت څه کار؟ د سیاسي فعالیتونو تنظیم د اطلاعات و فرهنګ د وزیر دنده ده. او ماشاء الله زموږ د اطلاعات و فرهنګ وزیر هغه مبارک شخصیت دی چي دا شل کاله یې په کابل کي فدایي بریدونه تنظیمول. ثابت صاب بې غمه کښینه پّ کابل ښار کي چوغه ولاکه وزر ځني و پړکوي.

Sayed

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د اسلامي امارت امیر شیخ هبة الله اخندزاده د نوي حکومت او کابینې له اعلان وروسته د اسلامي امارت د اینده پالیسۍ کې ویلي چې دوی له ګاونډیو او ټولو هیوادونو سره پیاوړي او په متقابل احترام ولاړې سالمې اړیکې غوړي او ټولو هغه نړیوالو قوانینو، میثاقونو، پریکړو او تعهداتو ته ځان ژمن بولي چې د اسلامي شریعت او د هیواد له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې واقع نه وي. همدا خبره دې له شريعت او ټولو نړيوالو اصولو او هم له اخلاقي اصولو سره په ټکر کې ده. تاسې… نور لوستل »

محمد نعیم

نکاح ولي راغلې ده؟ د دې لپاره چي ماشومان معلوم وي چي پلار یې څوک دی او زوی یې څوک دی. مظاهرې بدي نه دي خو باید د مظاهره کونکو هویت مشخص وي. د انسانانو ټولي ډلي چي سیاسي فعالیتونه سر ته رسوي باید د اطلاعات و فرهنګ وزارت سره ثبت ولري. د سیاسي فعالیت بنسټیز اصول چي د عامه نظم د ثبات لپاره لازم دي باید پر ځان ومني او د جبران خساره لپاره یو څو ملیونه افغانۍ په ملي بانکي کي پیشګي جمع کړي، د هغه وروسته باید د مظاهرې حق ورکړل سي

طوطی

یاره طالبه آفرین ستا په حوصلی. که زه وای دا ښځی می یوه یوه سمه وله.
مظاهرو ته باید وصول وضع شی دا یو قانون دی په نورو ممالکو کی چی مظاهره څنګه باید وشی. دا خو نور کونه څیرول دی کومه مظاهره ځانو ته د خارج سند پیدا کوی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx