نړۍ

د نیویارک اولسي غضب نوره نړي هم ولړزوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۶) دښار له مختلفو سیمو څخه مظاهره کونکي سهار دټایم څلور لاری په لور وغزیدل, مظاهره کونکو په هیواد کی د بی کاری او مالی بهران په خلاف شعارونه ورکول.

دنیویارک ښار لاریونکونکي چي په اول کی لږ  شمیر کسانو دامریکا دبانکی اومالي سیاستونو او په امریکه کی دروان مالی بهران په خلاف مظاهره پیل کړه چي وروسته ورسره زیات شمیر نور خلګ هم یوځای شول، عینی شاهدان وایی تیره ورځ له پنځو زررو څخه زیاتو کسانو والسټریټ ته څیرمه لاریون وکړ چي وروسته یی یوه شخصي پارک کی خیمی ودرولي، نن سهار له هغه ځایه څخه لاریونکونکو دټايم څلور لاري په لور حرکت وکړ.

لاریونکونکو شعارونه ورکول ؛ والسټریټ باندی به ولکه کوو (والستریټ دنیویارک ښار دعصارو او بورصونو  دراکړي ورکړی او ادلون بدلون ډیر لوی  مرکزدي چي دامریکي په تاریخ کی زیات اهمیت لری، خبری رسنیي وایی لاریونکونکو داسی شعارونه هم ورکول مونږ وپلوری خو بانکونه  وژغوري.

په دي ورستیو کی دنیویارک ښار له مظاهرو سره یوځای  دامریکي په ځینو نورو ښارونوکي هم دامریکي دمالي سیاستونو، مالي بهران او بی بیکاري په خلاف مظاهري پیل شوي دی، تیره ورځ دلاس انجلس په ښارکی هم ۵۰۰۰ زره کسانو په لاریونونو لاس پوري کړی وو، اوهمدارنګه دپیټسبرګ په ښارکی له زرو څخه زیاتو کسانو مظاهره وکړه.

له بله لوري دنیویارک پولیسو ویلي مظاهره کونکوغوښتو چی دنیویارک ښار وعمومي پارک ته څیرمه د (سیټي) بانک وداني ته ننوزي خو دپولیسو له لوري یی مخ ونیول شوه،  چي دپولیسو او لاریونکونکوترمنځ  داخ اوډب له کبله څوکسان ژوبل شوی هم دي او له ۷۰ څخه زیات لاریونکونکي نیول شوی دي.

سرچینی وایی نن سهار یوځل بیا په زرګونو خلګو دنیوریاک ښار په مرکز کی په مظاهرو لارس پوري کړ، لاریونکونکو شعارونه ورکول دامریکی مالي نظام د ډوبیدي په حال کی دي.

په واشنګټن کی بیا دامریکي د عامو خلګو دحقوقو مشهور مبارز او دنوبل دجایزي ګټونکو (مارتن لوثر کینغ) دمړينی دکلیزي د لمانځلو په مناسبت چیری چی له درو زرو څخه زیات کسان راټول شوی وو، خبریالان وایی د لاریونکونکو په منځ کی د مارټن لوثر کینغ کوم چی په کال ۱۹۶۸ دنامالومو کسانو له لوري وژل شوی وو زوی هم برخه درلوده، وایی دنوموړي زوي، (مارتن لوثر کینغ دریم) ومظاهره کونکو ته دوینا پروخت وویل دوالسټریټ دژغولو لپاره امریکایان لارو او کوڅوته راوواتو، په امریکا کی دموټرو دشرکتو دژغورلو لپاره خلګو مظاهري وکړي، اوس وخت راغلي دي چی دعامو امریکایانو دحقوقو لپاره وجنګیږو، نوموړي زیاته کړه کچیري زما پلار ژوندي وای هرو مرو به اوس زمونږ اوستاسو په منځ کی حاضر وای.

پولیس وایی له دوه سوه څخه  زیاتو مظاهره کونکو دواشنګټن په ښارکی د اوف امریکا په نامه سره دبانک کوم ښاخ باندی په ډلیزه توګه ورغلو، خو دبانک امنیتي کسانو مخکی له دی څخه چی لاریونکونکي بانک ته ورسیږي دبانک ټولي لویی دروازي بندی کړي.

دیا دولو وړ ده چی په نیویارک  کي د سپټمبر دمیاشتي پر ۱۷سمه نیټه باندی ډیر کم شمیر کسانو دامریکي دروانو مالي بهرانونو په اړه په مظاهرو لاس پوری کړ چی وروسته ورسره نورو خلګو هم په لاریونونو کی برخه واخیسته، دغه وو چی تیره ورځ له پنځو زرو څخه زیاتو کسانو یواځي  دنیویارک په ښارکی  په مظاهرو لاس پوري کړی وو، چی له پولیسو سره یی نښتی هم رامنځ ته شوی.

تیره ورځ دکنډا په پلازمینه ټورنټو کی هم له شپږو زرو څخه زیاتو کسانو دبیکاري او دهیواد د مالی سیاستونو په خلاف په مظاهرو لاس پوری کړ، له سیمي څخه خبري سرچینو خبر ورکړی دي چی مظاهره کونکو د مالي په نامه سره بانډي ته څیرمه لاریون وکړ چی وروسته یی یوه پارک کی خیمی ودرولي ترڅو خپلو مظاهروته نور هم دوام ورکړي، او همدارنګه د کنډا په نورو ښارونو کی لکه هالیفاکس، مونټریال، اوټاوا، کالغري، او فانکفوفر کی هم خلګو دحکومت په خلاف مظاهري وکړي.

                                        اټالیهلندن

داټالیی له پلازمینی روم څخه دشدیدو او خونړیو مظاهرو خبر ورکول شوی دي، خبري سرچیني وایی په زرګونو خلګو په هیواد کی دمالي بهران او بي کاري به خلاف په مظاهرو لاس پوری کړ، مظاهره کونکو په ښارکی شخصي او دولتی املاکو ته ورونه واچول بی شماره موټری بانکونه او پټرول پمپونه یی وسوځول، عینی شاهدان وایی ددفاع وزات ته څیرمه یوه وداني کی تراوسه پوری داور لمبي راپورته کیږی دښارټول اور وژونکي عمله او موټري بوختی دی ترڅو دښارپه مخلتفو سیمو کی لګیدلي اور سوړ کړي، دپولیسو او لاریونکونکو ترمنځ سختي نښتی رامنځ ته شوی دي، پولیسو د لاریونکونکو دشړلو لپاره له اوښکی بهونکي ګاز او تیزو اوبو څخه کار اخسیتی دي، اوهمدارنګه لاریونکونکو په پولیسو باندي پطرولي بمونه غورځولي،  د شیشیی بوتلونو او ډبرو وارونه یی باندی کړی دي تراوسه پوری دنښتو له امله د ۷۰ لاریونکونکو د ژوبل کیدو خبر ورکول شوی دي چي د درو کسانو وضعه خطرناکه ښودل شوی ده.

                                  اسټرالیا او نیوزلنډا:استراليا احتل

د رویټرز خبري رسنی د اسټرالیا له پلازمیني سیډنی ښار څخه خبر ورکړی دي چي په زرګونو کسانو دسیډ ني د مرکزي بانک ومخ ته مظاهری وکړي، او همدارنګه داسټرالیا دملبورن په ښارکی هم په زرګونو خلګو د دهیواد دمالي سیاست اومالي بهران په خلاف مظاهري وکړی.

همدارنګه په نیوز لنډ کی د اوکلاڼد، ولینګټون او د کرایستشیرس په ښارونو کی په سلګونو خلګو دبی روزګاري په خلاف مظاهري وکړي.

                               فلیپین:

له بلي خوا خبر ورکول شوی دی چي دفلپین په پلازمینه ما نیلا کی هم په په زرګونو خلګو په لاریونونو او مظاهرو لاس پوري کړی، له سیمی څخه خبري سر چینو خبر ورکړی دي، چی مظاهره کونکو شعارونه ورکول، (امریکا یی امپرایلیږم نه منو او د امریکي امپراتوري نوره دنړیدو په حال کی ده، فلپین ددی لپاره نه جوړ شوی چی باید خرڅ شي.)

په جنوبی کوریا، جاپان او ټایوان کی هم په سلګونو خلکو ورته مظاهر کړی دی او دخپلو هیوادونو پر روانو سیاستونو باندی یی سختي نیوکی کړی دي.

                                       اسپانیه

په اسپانیه او لندن کی هم په زرګونو خلګو په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړی دي، یو کس چی خپل نوم یی دانیال شریبر ښودی  اوله یوه شرکت سره دکاتب په توګه  دنده  اجراکوي چی نوم یی وانه خیست،  وایی اولسي غضب او قهر باید دری کاله مخکی په کال ۲۰۰۸ کی لا د اولس له لوری دخپلو حکومتونو د ناکامو سیاستونو په خلاف راپورته شوی وی،  وایی  ډیر انتظار مو ایستی او همیشه به حیران وم چی خلګ ولي نه راپورته کیږی، دغه دي چی وروسته له درو کلنو څخه هغه څه بیښیږي چی ما به یی د انتظار شیبي ګڼلي.

                                        لندن:فرانكفورت

په لندن کی هم خلګو تر دغه شعار لاني چی راځي دعصارو دراکړي ورکړی مرکز باندي برید وکړو، په زرګونو خلګو په مظاهرو لاس پوری کړی دي.

د سپایرو په نامه سره یوه کس پرفیسبوک باندی پرخپله پاڼه باندي لیکلي دی په لندن کی دلاریونکو شمیر تر ۱۲ زرو زیات شوي دی، هره ورځ په سلګونه خلګ دهیواد له ټولو سیمو څخه له مظاهره کونکو سره یو ځای کیږی، نوموړي زیاته کړه په نړی کی د روانو مظاهرو او اولسی قهر لویه وجه  په دغو هیوادونو کی مالی  بهران دي سایرو وایی ددغو هیوادونو وګړي بی کاري او مالی بهرانونو دي ته اړ ایستل ترڅو دهیوادنو د حکمرانانو او حکومتنو په خلاف ښارونو ته را ووزي او مظاهري وکړي، نوموړي  زیاته کړه نور دنړی له هري ګوښي څخه اوازونه راپوته کیږی چی  (بس نو باید بس وی)

                                          یونان:

په یونان کی هم تیره ورځ په زرګونو خلګو په هیواد دمالي بهران په خلاف مظاهري وکړي، خبري سرچیني وایی دمظاهره کونکو اوپولیسو ترمنځ اخ اوډب هم رامنځ ته شوی دي چی دلاریو نکونکو دژوبل کیدو خبر ورکول شوی دي.

په هیواد کی د رښتنی ډیموکراسي په نامه سره ګوند مشر پرخلګو باندی ږغ کړي دی چی له مظاهره کونکو سره یوځای شي، دګوند مشر دخبرو پرمهال وویل داچي څه په یونان کی پیښیږي دایو کابوس دي چی نوره نړی  یی  راتلونکی کی انتظار کوی، نوموړی زیاته کړه اصلي او خطرناکه وسله چی څوک یی مخه نشي نیولای هغه د اولس یو والی او اتحاد دي.

یوه ویب پاڼه چی د (سره یوځای شي چی نړي کی بدلون را ولو) ترنامه لاندی خبرونه خپره وی،  لیکي: وخت رارسیدلي دي چی سره یوځای شو،  د دي وخت راغلي دی چی اواز اوچت کړو،  دنړي خلګو نور ویښ شی،  نور ددغه وخت تیر شوی دی چی غفلت وکړو،  نور دداسي سیاست مدارانو او سرمایدارانو د لاس اله نشو جوړید لی  څوک چي زمونږ نمایندګی نشی کولای،  راځي په سولیزه توګه سره یوځای کیږو،  په یو موټ او منظمه توګه اوازونه اوچت کړو ترڅو هدف ته ورسیږو.

دیادولو وړده چی په نیویارک کی لاریونکونکو (دزوکو په پارک) کي کیمپ لګولي دی ترڅو نورخلګ ورسره یوځای کړی او د راتلونکی شنبي په ورځ دهیواد په ټولو ښارونوکي یو ځل بیا په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړی.

بخت الرحمن بخت   (نن ټکی اسی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x