ورزش

الجزایري لوبغاړی د اسراییلي لوبغاړي سره د لوبې نه کولو په خاطر له لس کاله بندیز سره مخ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د جودو نړیوال فدراسیون پریکړه کړې چې د الجزایر هېواد هغه لوبغاړی چې د په ټوکیو اولمپېک لوبو کې یې د اسراییلي لوبغاړي سره له لوبې انکار کړی و، په هغو لوبو او فعالیتونو کې چې ددې فدراسیون تر بیرغ لاندې ترسره کیږي، د اولمپېک له مقرراتو او منشور څخه د سرغړونې په خاطر لس کاله له ګډون څخه منع شو.

فتحي نورین او د هغه روزونکی عمار بن یخلف په ۲۰۲۰ ټوکیو اولمپېک نړیوالو لوبو کې وروسته له هغه د اسراییلي لوبغاړي سره له لوبې انکار وکړ چې د نوموړي سره یې سیالي راغلې وه، دوی دواړه اوس له لس کلن بندیز سره مخ شول.

هغه مهال د اولمپېک کمیټې د فتحي نورین دغه چلند د اولمپېک منشور او مقرراتو څخه سرغړونه بللې وه.

د الجزیرې د راپور سره سم، د الجزایر رسمي خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله نن سه شنبه څرګنده کړه چې نورین او د هغه روزونکی د نړیوال فدراسیون کمیټې لخوا د یادې پریکړې سره مخ شول چې د جولای ۲۳، ۲۰۲۱م نیټې څخه به نافذیږي.

د راپور په وینا، د الجزایر جودو فدراسیون، د الجزایر اولمپېک کمیټه، د افریقا جودو فدراسیون او د اولمپېک نړیواله کمېټې هم له یادې پریکړې څخه خبر شوي دي، کوم چې کولی شي د یاد لوبغاړي د بندیز ختمولو او یا له منځه وړلو لپاره د سپورت دریمې محکمې ته د ۲۱ ورځو پرمهال خپل متن وړاندې کړي.

د اګست په ۶مه نېټه د نړیوال جودو فدراسیون اجرایوي کمیټې پریکړه وکړه چې د نورین او روزونکي عمار پر وړاندې د اصولو سره سم او یا د اولمپېک منشور د ۵۰ مادې په مخالفت کولو. ګام پورته کړي. دغه ماده په اولمپېک لوبو کې د هر ډول سیاسي، مذهبي او قومي تبلیغاتو ټول ډولونه او څرګندونې منع کوي.

باید وویل شي چې فتحي نورین په ۲۰۲۰ اولمپېک لوبو کې د اسراییلي لوبغاړي سره د لوبې نه کولو په خاطر له یادو سیالیو بهر شوی و چې اوس پرې د لسو کلونو بندیز ولګېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x