ټکنالوژي

شاوخوا دوه ملیارده خلک یې فیسبوک کاروي، هغه ۱۰ هېوادونه چې تر ټولو زیات کاروونکي لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو شبکو لوی شرکت (فیسبوک) په نړۍ کې د خورا مشهور پلیټ فارم په توګه خپل ځان ته دوام ورکوي چې په ۲۰۲۱م کال کې میاشتني ۲.۸  ملیارده فعال کاروونکي لري.

که دا شمېره تاسې ته حیرانونکي نه وي، نو دا به خامخا وي چې هره ورځ ۱.۸۴ ملیارده کسان له فیسبوک څخه لیدنه کوي چې په دې کې واټس اپ، انسټاګرام او میسنجر هم شامل دي.

د (News Week) رسنۍ پر هغو هېوادونو یو راپور خپور کړی چې په نړۍ کې د فیسبوک تر ټولو زیات کاروونکي لري، چې په لاندې ډول دي:

  1. هندوستان (۲۷۰ ملیونه)

هند د فیسبوک په زیاتو کاروونکو کې لومړی مقام لري چې د ټول نقوس ۱۹.۹ سلنه جوړوي، د اسیا د ټولنیزو علومو انسټیټيوټ یو راپور وایي چې هند، امریکا، برازیل او اندونیزیا په ټولیزه توګه شاوخوا یو ملیارد فیسبوک کاروونکي لري. که څه هم د هند نفوس په لحاظ دغه کچه کمه ده خو په نړیواله کچه دغه شمېره تر بل هر هېواد زیاته ده

  1. امریکا (۲۱۰ ملیونه)

امریکا په لسو هېوادونو کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات فیسبوک کاروونکي لري، د هېواد د نفوس په کچه دغه هېواد په نړۍ کې تر ټولو زیات کاروونکي لري چې د ټول نفوس ۷۷ سلنه ښځينه او ۶۱سلنه نارینه دغه شبکه کاروي. راپو زیاتوي چې د امریکا نیم نفوس هره ورځ په منظم ډول فیسبوک کاروي.

  1. برازیل (۱۳۰ ملیونه)

برازیل په نړیواله کچه په فیسبوک کارولو کې دریم مقام لري، د فیسبوک کاروونکو شمېر د برازیل ۶۲سلنه نفوس جوړوي.

  1. اندونیزیا (۱۳۰ ملیونه)

د سویل ختیځ هېواد اندونیزیا څلورم زیات فیسبوک کاروونکي لري چې ددوی د نفوس ۴۸.۵ سلنه جوړوي.

  1. مکسیکو (۸۵ ملیونه)

د مکسیکو له دوه پر دریمې برخې زیات نفوس چې ۶۷.۳ سلنه جوړوي، په منظمه توګه ټولنیزې شبکې فیسبوک ته ننوځي.

  1. فیلیپين (۷۰ ملیونه)

د فیلیپين دوه پر دریمه نفوس چې ۶۵.۶ سلنه جوړوي، یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو ډیر کاروونکي لري.

راپورونه وایي چې د اسیا پیسیفیک هېوادونو یوازې تېر کال د فیسبوک په ټول عاید کې شاوخوا ۲۳ سلنه برخه اخیستې ده.

  1. ویتنام (۵۹ ملیونه)

ویتنام هم د سویل ختیځ اسیا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په لوړه کچه فیسبوک کاروونکي لري، ددغه هېواد ۶۱سلنه نفوس په منظمه توګه فیسبوک کاروي. په اسیا کې د فیسبوک میاشتني فعال کاروونکي په تېرو پنځو کلونو کې دوه چنده ډیر شوي دي چې نږدې ۱.۳ ملیاردو ته رسیږي، په لویدیځ کې دغه کچه برعکس سوکه روانه ده.

  1. تایلند (۵۰ ملیونه)

د تایلند هېواد ۷۲ سلنه تفوس په فعاله توګه د فیسبوک شبکه کاروي، دوی فیسبوک ته د یوې پراخې نړۍ په سترګه ګوري، او کاروونکو ته یې په کلتوري او ډیموګرافیک په توګه هرکلی کوي.

  1. ترکیه (۴۴ ملیونه)

د منځني ختیځ هېواد ترکیې د فیسبوک کاروونکي په ۲۰۱۸م کال کې د هېواد ۵۴.۴سلنه نفوس جوړوه. ترکیه، چې د ځوان نفوس له امله د کمپیوټر او انترنیت نړۍ کې خورا زیات مهارت لري، ډیر ژر به ومومئ چې ژبه یې د نړۍ په څلورو مخکښو ژبو کې ځای ولري.

  1. انګلستان (۴۱ ملیونه)

د نیوز ویک راپور وایي چې په ۲۰۱۸م کال کې د انګلستان د نفوس نږدې دوه پر دریمه برخه فیسبوک کاروه چې دغه شمېره يقینا په راتلونکو کلونو کې لوړه شوې ده.

باید وویل شي، د انترنیت کاروونکو ۶۴.۹سلنه یې فیسبوک هم کاروي چې له نورو ټولو شبکو زیاته کچه ده، فیسبوک یوه داسې شبکه ده چې د ځان بیا نوي کولو او وخت تر وخته تغیراتو ته په مسلسله توګه دوام ورکوي او په حقیقت کې د ډیرو انترنیت کاروونکو لپاره د ژوند یوه لاره ګرځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx