ورزش

د پاکستان بورډ او لوبډلمشر بابر اعظم ترمنځ د نړیوال جام لپاره د اعلان شوې لوبډلې پر سر جنجال

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ بورډ تېره ورځ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ورسره سم پخواني لوبغاړو او مبصرینو د ځینو لوبغاړو په کینولو او د ځینو په ناسم انتخاب سختې نېوکې کړي او دا یې غیر متوازنه لوبډله یاده کړې ده.

د پاکستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر راشد لطیف د یاد بورډ غوراوي کمیټې پر مشر وسیم خان نېوکه وکړه چې د لوبغاړو په انتخاب کې یې تېرې کارکردګۍ ته نه دي کتلي او د لوبډلې په انتخاب کې هیڅ توازن نه لیدل کیږي.

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وایي چې د پاکستان لوبډلې مشر بابر اعظم څلور لوبغاړي د غوراوي کمیټې ته وړاندې کړي وو، خو پرځای یې د یاد بورډ راتلونکي عمومي رییس رامیز راجه نور لوبغاړي خوښ کړي دي.

د سما ورځپاڼې د راپور له مخې، له دې وړاندې بابر اعظم، رامیز راجه او د غوراوې کمیټې مشر وسیم خان ترمنځ ناسته شوې وه، چې رمیز راجه بابر اعظم ته د لوبډلې د خوښولو انتخاب ورکړی و، خو هغه لوبغاړي چې بابر انتخاب کړي رامیز راجه لرې کړي دي.

راپور زیاتوي، بابر اعظم د لوبډلې د انتخاب لپاره د فخر زمان، شرجیل خان، فهیم اشرف او عثمان قادر نومونه وړاندیز کړي وو، خو پر ځای یې اصف علي، خوشدل شاه، صهیب مقصود او اعظم خان د رامیز راجه لخوا انتخاب کړي دي.

د لوبډلمشر بابر اعظم او راتلونکي عمومي رییس ترمنځ اختلافات تر دې حده رسیدلي چې ویل کیږي، ښایي بابر اعظم د ټیسټ لوبډلې له لوبډلمشرۍ لرې کړل شي.

باید وویل شي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مصباح الحق او د توپ اچونې روزونکي وقار یونس د لوبډلې له اعلان وړاندې استعفا وکړه او پر ځای یې ثقلین مشتاق او عبد الرزاق موقتي روزونکي وټاکل.

د پاکستان کرکټ د نوي راتلونکي عمومي رییس رامیز راجه د راتلو وړاندې په لوبډله او اداره کې یو شمېر بدلونونه رامنځته شوي چې د کرکټ پخواني مبصرینو پرې سختې نیوکې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx