افغانستان

ادیب فهيم: ځينې کسان په خپله له هېواده بهر دي، خو نور خلک جګړې او قیام ته هڅوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل):  د ملي امنيت پخواني مرستيال او د پخوانۍ شمال ټلوالې د لوړپوړي مشر فقيد مارشال قسیم فهيم زوی له هغو کسانو سره مخالفت ښوولی، چې لا هم خلک د نظام پر خلاف جګړو ته رابولي.

ښاغلي فهيم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په تېرو څو ورځو کې په پنچشېر کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او «ځينې وروڼه په خپله له هېواده بهر دي، خو نور خلک جګړې او قيام ته رابولي.»

https://twitter.com/IamAdibFahim/status/1435306744138240001?s=19

ښاغلي فهيم د پوښتنې او حیرانتيا په ډول ويلي، چې ايا نور بس نه دی؟ او خپل پخواني ملګري يې مخاطب کړي، چې «خلک به تر څو ستاسې لپاره قرباني ورکوي؟»

نوموړي پر ټولو جګړه غوښتونکو غږ کړی، چې د هر ډول ستونزو او ننګونو د پېښدو په صورت کې د دوی مسؤوليت هم تر نورو کم نه دی.

د ادیب فهيم اشاره په ظاهره امرالله صالح او احمد مسعود ته ښکاري، چې په پنچشېر کې له ماتې خوړلو وروسته هم خلک د نظام پر ضد جګړې ته رابولي او په خپله دواړه له هېواده تښتېدلي دي.

ښاغلي اديب فهيم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېرې مياشتې په لومړۍ نيمه کې د پلازمېنې کابل په شمول ۳۳ ولايتونه طالبانو نيولي وو او تر هغه وروسته شاوخوا دوه اونۍ طالبانو د پنجشېر له علماوو، قومي مشرانو او سياستوالو سره مذاکرات وکړل، تر څو د پنجشېر موضوع د خبرو اترو له لارې حل شي، خو د پخواني نسکور شوي رژيم لومړي مرستيال امرالله صالح او د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د مذاکراتو پر ځای د جګړې لاره غوره کړه او بالاخره دوه ورځې مخکې طالبانو پنجشېر ولايت په بشپړ ډول ونيوه.

د پنجشېر ځايي اوسېدونکي وايي، په لږه موده کې او په کم شمېر مرګ ژوبلې د پنجشېر نيولو يو ستر لامل دا و، چې د دغه ولايت ولس له جګړه غوښتونکو سره نه و ولاړ او نه يې غوښتل، چې نور د داسې خلکو لپاره قرباني ورکړي، چې ولس د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا خو به د جناب مارشال فهیم هغه زوی نه وي چي په مکتب کي یې خپله معلمه په چاقو وهلې وه او په نس ماشوم یې ورضایعه کړی وو. که دا هغه وي باید اعدام سي. اعدام!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx