افغانستان

ترکي ولسمشر رجب اردغان د افغانستان نوې کابینې په اړه غبرګون وښود

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د افغانستان د نوي حکومت د سرپرستې کابېنې په اړه غبرګون کې ویلي چې ترکیه د افغانستان وروستي پرمختګونه له نیږدې په ځير څاري.

ښاغلي اردغان ‎ په انقره کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان اوسنۍ کابینه مؤقتي ده او دوی نه پوهیږي چې مؤقته کابینه به څومره وخت دوام وکړي خو دوی دا هر څه ته متوجه دي او په ځير سره یې څاري.

اردغان وویل «دا سخته ده چې دغه کابینه دایمي وګڼل شي، خو یو مؤقته کابینه اعلان شوې ده. موږ نه پوهیږو چې څومره وخت به مؤقته کابینه دوام وکړي. زموږ وظیفه داده چې دا ټولو پروسه محتاطانه وڅارو».

ترکیه لومړنی هېواد دی چې افغانستان د اسلامي امارت د نوي حکومت د اعلان په اړه څرګندونې کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند او د نوي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ښاغلي ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري کنفرانس کې نوی حکومت او کابینه اعلان کړه.

د اعلان له مخې د افغانستان صدراعظم ملا محمد حسن اخوند ټاکل شوی دی. ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي د صدراعظم مرستیالان ټاکل شوي دي. همدا راز ملا یعقوب د دفاع وزیر او ملا سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوي دي. قاري فصیح الدین د افغانستان لوی درستیز ټاکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

نن اسیا ته احترامانه عرض کوم چه دکابینی دغړو دقومی په تړاو څه مالومات جمع او خپاره کړی. دا به دنورو قومو او جهانی جامعی یوڅه اطمنان پیدا کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx