افغانستان

امریکا: د افغانستان د کابینې په اړه «اندېښنې» لرو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت مؤقته کابینه اعلان کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه د اندېښنې څرګندونه کړې: خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هیوادونو خلاف ونه کارول شي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو ویل شوي، چې د اسلامي امارت له لوري په تازه اعلان شوې کابینه کې زیاتره کسان لوړپوړي طالب چارواکي دي او یا هم د هغوی خپلوان دي؛ خو د ښځو او نورو اقشارو د مشارکت څرک نه پکې تر سترګو کېږي.

امریکا ددې تر څنګ د حکومت په کابینه کې د «یو شمېر اشخاصو د سابقې» په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دوی د طالبانو د «خبرو پر ځای د هغوی پر کړنو» قضاوت کوي.

امریکایي چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هیوادونو د تهدید او ګواښلو لپاره ونه کارول شي.

امریکا داسې مهال د افغانستان د نوي حکومت د کابینې په اړه اندېښنه ښيي، چې اسلامي امارت تېره ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نوې کابینه اعلان کړې.

په یاده کابینه کې ملا عبدالغني برادر اخوند او ملا عبدالسلام حنفي د لومړي‌ وزیر مرستیالان ټاکل شوي او سراج الدین حقاني بیا د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د امریکایانو اندیښنې پر ځای خو دلیل یې بېځایه دی. دوئ په کابینه کي پر هغو اشخاصو ملاحظات لري چي په سابقه کي یې د القاعدې سره اړیکي لرلې. د هغوئ څخه د خطر احساس ځکه اوس بې معنا دی چي القاعده نوره د ډانسه لویدلې ده. زموږ اندیښنې بیا نوري دي. په پښتو کي پوخ متل دی چي وایي: کلي خرابوې نو بابړ ورته راوله او که هغه خرابوې بل ورته راوله. دا د امارت رئیس الوزراء (شاید تصادفاً) بابړ مقرر سوی دی. تیره کابینه خو نو ځني هغسي سول. دا پلا دي خدای خیر کوي. خو غوره خبره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx