نظــر

د سراج الدین حقاني مرکه د نازیه اقبال د انځور په پوښ کې

سيد عبدالله نظامي

افغان خبريال

د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې مې د الجزیره تلویزون لپاره د ښاغلي سراج الدین حقاني له نږدې کسانو د نوموړي د مرکې هیله وکړه.

هغه وخت ښاغلی حقاني امریکا ته د غلیمانو مهم نوملړ کې و.

د مرکې لپاره څو ورځې باید سفر وای، وموکړ.
یو کلیوال سړی یې خلیفه صاحب باله ، زموږ مرکې ته چمتو شو ډیرې ساده جامې، عاجزه خوی ، لږې او ورو خبرې یې درلودې ، سپینه خولۍ یې پر سر وه ، ورته مې وویل یوه پګړۍ خو باید وتړې ځکه د طالب نوم سره پګړۍ یاده وي، د پګړۍ سره یې یو ژیړبخن څادر هم پر اوږو خپور کړ مرکه مو وکړه او پر لاره کابل ته رهي شوم. ډار و، یوه کمسارې مرکه راسره وه او دا اندېښنه هم چې که ونیول شم د سړي د ځای ځایږي پوښتنه او نور تړل پرانستل به هم وي.

خوست کې مې له یوه دوکانه د نازیې اقبال کسټ وپېره د خلیفه صاحب سره کړې مرکه د کامرې چیپ یا میموري مې هغه پوښ کې خوندي کړه چې د میرمن نازیې اقبال د مسکو شونډو عکس پرې پورې و.

د شپې دوه بجې کابل ته ورسېدم، همکار مې سامر علاوي دفتر کې راته په تمه و هغه تر ما ډېر ډارېده ان د شپې یې کابل کې پرېنښودم او جلال اباد ته لاړم، په سبا د ډیرو مهمو نړیوالو رسنیو پر سکرین دا مرکه وچلیده او دا یوازینی انځور یې تر هغه وروسته په ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د ښاغلي سراج الدین حقاني له خبرونو سره خپور دی.

ښايي له دې وروسته یې انځور او مرکه هومره مهمه نه وي لکه چې هغه وخت وه ځکه د نړۍ له ځواکمن هیواده پټ و.

اوس د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر دی ښايي یوه ورځ د ښار عادي هټیوالو سره هم مخ وي.
ژوند د هسکو او ژورو نوم دی هیڅوک پر یوه حال نه دی پاتې.

د نن واکمنان (طالبان) هم سبا عادي خلک دي، تل یو خدای دی.

دا انځور د هغې مرکې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اوس تاسوته هغه زماپیش ګویی څرګنده سوه کنه چه مالیکلی ووچه افغانستان دپاڼ اوپړانک ترمنځ دۍ یعنی کمونسټان نوچه په دنیاکی یوشرمیدلۍ نظردۍ اوطالبان بیعلمه جاهل مخلوق دۍ دوی نه عقل لری نه فکرافغانستان یی بیادیوبل جنګ وخاته کش کۍ دوی دقرآنه ماسیواداسی یودین جوړکړۍ دۍ چه تنهاپه افغانستان اوپاکستان کی دۍ هیڅ منطق اودلیل نلری اونه آیده ته فکرکوی دوی به هم دغسی لکه اشرفغنی له منځه ځی دوی داصلاح قابل هم ندۍ ددوی دین کالی اوږیره دی ،دوی دکمونسټانوسره یومشترک خاصیت لری لکه درواغ وایل هغه څه نه کوی چه وایی یی دوی وعده کړی وه چه موږهم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx