افغانستان

بایډن: چین له طالبانو سره توافق ته د رسېدلو په هڅه کې دی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن»‌ وایي، چین، پاکستان، ایران او روسیه له طالبانو سره د ګډ کار په هڅه کې دی.

بایډن نن د خبریالانو له یوې ‌ډلې سره د خبرو په مهال ويلي، چې د چین‌ په ګډون پاکستان، ایران او روسیه له طالبانو سره د ګډ کار په هڅه کې دی.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا چین به له طالبانو سره مالي مرستې وکړي که نه؟ ویلي «چین له طالبانو سره جدي ستونزې لري، خو باوري یم چې هغوی له طالبانو سره د یوه توافق کولو په لټه کې دي، څه ډول چې ایران، روسیه او پاکستان دي. دوی ټول غواړي وپوهېږي چې طالبان اوس څه کوي.»

د بایډن پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته رسېدلی او هیواد په بشپړ ډول د افغانستان د اسلامي امارت په ولکه کې دی.

تېره ورځ اسلامي‌ امارت د افغانستان لپاره نوې کابینه هم اعلان کړه او د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یې د نوي‌ سرپرست حکومت د جوړولو اعلان وکړ.

چین که څه هم تر دې دمه د بایډن څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یاد هیواد له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې له افغانستان سره مرستې روانې وساتي او له طالبانو سره د تعامل په دوامداره ساتلو هغوی مثبت لوري ته وهڅوي.

بل لور ته طالبان وایي، له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان په بیارغونه کې د چین رول ته د اهمیت په سترګه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx