افغانستان

انټوني بلينکن له مزارشريف څخه د امريکايي اتباعو د وتلو د مخنيوي رپوټونه رد کړي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۷ وږي، ۱۴۰۰ل):  د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې طالبان د مزار شريف پر هوايي ډګر هغو الوتکو ته د پرواز اجازه نه ورکوي، چې د ګڼو امريکايي اتباعو په ګډون په کې سلګونه کسان له افغانستانه بهر تلل غواړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې يو شمېر غربي رسنيو داسې رپوټونه خپرول، چې طالبان د مزار شريف پر هوايي ډګر هغو الوتکو ته اجازه نه ورکوي، چې د شاخوا سلو امريکايانو سربېره سلګونه افغانان په کې ناست دي او غواړي، چې له افغانستانه ووځي.

انټوني بلينکن ويلي، طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی، چې د قانوني اسناد لرونکو کسانو ته به اجازه ورکړي، چې له هېواده بهر لاړ شي او دی په دې اړه هېڅ معلومات نه لري، چې د مزار شريف پر هوايي ډګر دې د یرغمل کېدو په څېر وضعيت وي، چې طالبان دې الوتکو ته د پرواز کولو اجازه ور نه کړي.

ښاغلي بلينکن زیاته کړې، «زه فکر نه کوم، چې طالبانو دې د قانوني اسناد لرونکو کسانو مخه نيولي وي، چې له هېواده بهر لاړ شي، خو دوی وايي، چې د اوس لپاره داسې کسان بهر ته د تګ اجازه نه لري، چې قانوني سفري اسناد نه لري.»

نوموړي منلې، چې طالب ځواکونو د يو شمېر هغو کسانو د سفر مخنیوی کړی، چې بهر ته د تللو قانوني اسناد يې نه درلودل.

انټوني بلينکن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې نيوکې کيږي، چې د خپلو افغان همکارانو په راويستلو کې خپل مسؤوليت په سمه توګه نه دی ادا کړی، خو ولسمشر جو بايډن، د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او دفاع وزير لايډ اسټن دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې دوی له افغانستانه ۱۲۰ زرو پورې افغانان بهر ته لېږدولي، چې په تاريخ کې بې ساري ګام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx